کور / #PTM / ګیلامان پښتين دپاکستان له بنده راخلاص سو

ګیلامان پښتين دپاکستان له بنده راخلاص سو

ګیلامان پښتين د بنو له محبس څخه راخلاص سو.

نوموړی د فبروري پر پنځمه په بحرین کي ونیول سو چي ټولټال ۲۹ ورځي بندي وساتل سو.

ګیلامان د مارچ دمیاشتي پر اتمه نېټه بېله دده د خوښي او موافقې په جبري توګه د پنجاب د ملتان هوايي ډګر ته ولیږدول سو.

د ملتان  سرحدي پولیسو د څو ساعتو دپاره ظاهراً په پاسپورټ کي د ستونزي له امله وځنډاوه خو وروسته یې له هماغه ځایه په زوره نادرکه کړ چي بیا ورسره هیڅ راز اړیکه ممکنه نه وه.

د پښتون ژغورني غورځنګ لخوا او په محکومه پښتونخوا و نړۍ کي د ګیلامان پښتين پر نیول کیدلو هم د بحرین او هم پاکستان وغندل سو.

د نوموړي ملګرو او لوی شمېر مینه والو پاکستان ته دده د نه لیږدولو غوښتنه ظاهراً بحرین منلې وه خو په پای کي یې بیا هم په زور ولیږلو.

پښتنو افغانانو او د بشري حقونو فعالینو د پاکستاني استخباراتي ادارو لخوا د نوموړي پر نیول کیدلو سخت احتجاجي غبرګونونه وښودل چي په نتیجه کي یې نن ماپښين ګیلامان پښتين د بنو له جېل څخه راخلاص کړل سو او د خپلي کورنۍ غړو او ملګرو سره يو ځای سو.

ګیلامان او ملګري یې ټول په دې باور دي چي نوموړي هیڅ ډول جرم نه دی کړی، د بحرین دولت هم په ښکاره پر ګیلامان تور نه وو لګولی او نه هم په پاکستان کي پر نوموړي له مخکي هیڅ راز تور لګیدلی یا نه هم ایف آی آر پر ریکارډ سوی وو خو اوس پوښتنه داده چي بحرین ته په کار روزګار پسي تللی د خپلو خلکو شاعر او لیکوال ولي دومره وځورول سو؟ دا هغه پوښتنه ده چي د ګیلامان کورنۍ، ملګري او په ملیونونو مینه وال یې له بحرین دولت او د پاکستان له ظالم ریاست څخه د ځواب غوښتنه کوي.