کور / #corona-crisis / روښانتیا/روشنګري : کرونا

روښانتیا/روشنګري : کرونا

– لاس مینځل،
– فاصله اخیستل،
– له لاس ورکولو او ښکلولو ډډه،
– له ګڼې ګوڼې څخه ځان ژغورل،
– په سترګو او خوله لاس نه وهل،
– د ویټامین سي په زیاته پیمانه خوړل،
د کرونا ویروس د مخنیوي مهیمي لارې دي، تفصيل په لاندي راپور کي ولولئ :

روښانتیا/روشنګری
موضوع: کرونا
وړاندې کوونکی: ډاکټر سید امین جان سادات
راپور: لقمان جلالزی

نن د کب ۲۳ مه د ودان افغانستان ګوند پکتیا ولایتي کمیټې په ولایتي دفتر کې د کرونا ویروس په اړه د ډاکټر امین جان سادات لخوا د بحث ګډونوالو ته لکچر وړاندې شو.

لکچر د قاري صیب ثناءالله خان له لورې د قران کریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شو.
د لکچر په پیل کې ډاکټر امین جان سادات د کرونا ویروس او ددې ویروس د کورنۍ د پیژندنې په هکله مهمې خبرې وکړي، او وویل، چې یاد ویروس تر اوسه په مکمله توګه نه دی پیژندل شوی، او په غالب ګمان د حیواناتو له لورې، څنګه چې ددې ویروس د کورنۍ خاصه ده، انسان ته انتقال شوی.

سادات زیاته کړه، چې ددې ویروس د مړینې کچه د نورو ویروسونو په پرتله ډیره کمه ده، خو د خفګان ځای دادی، چې ددې ویروس د خپریدو کچه د نورو په پرتله ډیره تیزه دی، او ددې ویروس ټول فوکس د انسان د معافیت سیستم په کمولو دی، کله چې دا ویروس وکولای شي، د بدن معافیت سیستم تر برید لاندې راولي، او ختم یې کړي، بیا د بدن په نورو برخو په ځانګړي ډول په تنفسي سیستم حمله کوي، چې ورسره انسان د مرګ تر کومې رسوي.

ډاکټر صیب سادات زیاته کړه، چې ددې ویروس یوه ځانګړتیا داده، چې د فرصت طلبي ویروس په نوم پیژندل کیږي، یعنې کولای شي، د ډیر وخت لپاره ځان پټ کړي، خو کله چې وکولای شي د بدن معافیت له منځه یوسي بیا په ټول بدن برید کوي
یوه ډیره مهمه خبره، چې ډاکټر سادات ورته اشاره کړه، دا وه چې کرونا ویروس تر اوسه په مکمله توګه نه دی پیژندل شوی، ځکه یې نړيوال هم له درملنې عاجز دي، بل دا چې دا ویروس له ځان نښې نښانې نلري، کومې نښې چې موږ د کرونا د تشخیص لپاره نوموو، هغه ددې ویروس د کورنۍ نښې نښانې دي.
بیا هم ډاکټر سادات د کرونا نښې ټوخۍ، شدیده تبه، نفس تنګي، اسهال، د وجود درد وښودل.

ډاکټر سادات د یو ګډونوال دې پوښتنې ته، چې څوک په کرونا زر اخته کیږي داسې ځواب ورکړل.

هغه کسان چې شکر ولري، د زړه ناروغي ولري، زیړی، ایدز سرطان او یا یې عمر له ۶۰ پورته وي، د دوی د بدن معافیت سیستم ټیټ دی، او زر پدې ناروغۍ اخته کیږي، خو دا سل سلنه نه دی سمه چې د ډیر عمر کسان پدې ناروغي اخته کیږي، بلکې د اخته کېدو یوه لار د وجود د معافیت سیستم ضعیف والی دی، یعنې هر څوک چې د وجود دفاعي سیستم یې پیاوړی نه وي، که ځوان وي که زوړ پدې ناروغي اخته کیږي.

حمل لرونکې میرمني او له دوو کلو څخه کم عمره ماشومان هم پدې ناروغي زر اخته کیږي، ځکه د هغوي د وجود دفاعي سیستم هم ضعیف دی.

ددې ویروس د انتقال په اړه ډاکټر صیب زیاته کړه، چې دا ویروس هم د هوا له لارې، هم د یو اخته کس څخه بل کس ته، او د د هغه شیانو او اسبابو له لارې چې هلته ویروس وي، او انسان یې لمس کړي.

په پای کې ددې ویروس د مخنیوي په اړه ډاکټر صیب زیاته کړه، چې دوامداره لاس مینځل، له اخته شویو کسانو څخه فاصله اخیستل، له لاس ورکولو او مچې اخیستلو څخه ډډه، له ګڼې ګوڼې څخه ځان ژغورل، د
په سترګو او خوله لاس نه وهل او د ویټامین سي په زیاته پیمانه استفاده کول ددې ویروس د مخنیوي مهیمي لارې دي.

درنښت

– – – – – – – – – – – – – –

image : bbc