کور / #corona-crisis / د ايران د سپاه پاسداران يو قومندان د کرونا له امله مړ سوی دی

د ايران د سپاه پاسداران يو قومندان د کرونا له امله مړ سوی دی

د ايران د سپا پاسداران ځواکونو يو قومندان ناصر شعباني د کرونا ناروغي له امله مړ سوی دی.

د ايران خبري رسنۍ د راپور په حواله ناصر شعباني چي د قدس ځواکونو يو پياوړی قومندان وو، څو ورځي وړاندي په کرونا وايرس اخته سوی وو او تېره ورځ يې ژوند بايللی دی.

دا پر داسي مهال ده چي په ايران کي د کرونا وايرس له امله ددغه هيواد د پارلمان غړي او ځيني نور لوړ پوړي چارواکي مړه سوي دي.

ايران يو له هغه هيوادونو څخه دی، چي په نړيواله کچه د کرونا مثبتي پېښي پکي زياتي دي.

دا مهال د نړۍ په ۱۲۰ هيوادونو کي تر يو لک زيات کسان په کرونا وايرس اخته سوي او تر ۸۰۰۰ زيات کسان له دې ناروغۍ له امله مړه سوي دي.