کور / سياسي / د ځانمرګو پدیده او د هغه اوږدمهاله طبعي عواقب – دوهمه برخه

د ځانمرګو پدیده او د هغه اوږدمهاله طبعي عواقب – دوهمه برخه

ليکنه: عبدالستار ایوبي

استخباراتي ادارې، فاحشې، سیکس ورکران د کرایي قاتلین، لویالیسټ چارواکي او نړیوال سازمانونه…..

دا پوښتنه به هر چا ته پیدا کیږي چي دا خطرناکه نړیواله مافیاوي خپل نړیوال نفوذ څنګه رامنځته کوي، ساتي او کاروي؟ دې ډلي اصلي قدرت سرچینه څه ده چي په بشپړ مهارت سره دولتونه په خپلو ګوتو داسي رقصوي لکه یو شاطر موسقارچي یوه رقاصه رقصوي؟ که په افغانستان او پاکستان کي د تیرو درو لسیزو سیاسي پیښي چڼ کړو نو دغه څو عوامل راته په ګوته کیږي چي د قانون قید څخه ازاد د بشري ټولنو په تخریب بوخت دي. په پاکستان کي بینظیر بوټو په وژنه، د لال مسجد په پیښه کي د پاکستان د نظامي استخباراتو لاس د شواهدو سره څرګند سو. د اسلام آباد پر عمومي های وې باندي د مولانا اعظم طارق وژنه او هم د اسلام آباد په یوه مسئونه سیمه د مولانا سمیع الحق وژنه یې ښکاره مثالونه دي. که دقیقه مشاهده تر سره کړو او په پورته ذکر سوي های پروفایل (high profile) قتلونو کي مستقیماً ښکیل افراد او ادارې او د دوئ خپل منځي اړیکي مطالعه کړو چي د آی ایس آی لپاره د خپلو ولسونو پر نوامیسو تیری کونکي بنګله دیشیان، د لاهور د هیرا منډۍ دلالان، ناقل اسماعیلیان، شیعګان، قادیانیان او نیچاریان څنګه د یوه پرمختللي اټومي ځواک هیواد ولس یرغمل کړي دي او د نړیوالو مافیاوو په نیابت یې اداره کوي او د دوئ ملي ثروت په لوټلو کي مرسته ورسره کوي؛ لاندي چینلونه به په نظر راسي. لمړی د فحشاء کاروباري مافیا ده چي د پاکستان تر څنګ په ټوله نړۍ کي د فحشاء مخ په پراخیدونکي ازاد کاروبارونه چي د قانوني اقتصاد څخه و غیرقانوني اقتصاد ته د سرمایې د تیښتي ښکاره او څرګند چینلونه دی. د فحشاء د لاري وتلې سرمایه بیا د مخدره توکو قاچاقبرانو جیبو ته ځي. قاچاقبر خو بیا په ټوله نړۍ کي ازاد دي. هر ځای چي وي دا ثروتونه انتقالولالی سي. دوهم په دولتي دستګاهو کي په سیسټماټیکه توګه د خاینو مامورینو استخدام او د دوئ په زریعه راون دوامداره اداري فساد او سازماندهي سوي جنایتونه. د افغانستان او پاکستان په دولتي دستګاهو کي هغه مامورین ښه چلیږي چي مراجعه کونکو ولسي خلګو څخه کالي ښه په مهارت کښلای سي. دا فاسد او راشي مامورین د فاسدو او مرتشي خلګو سره د ملي سرمایې په ګډه غلا کي ښه ساز باز کولای سي او په شرابو، مخدراتو او فاحشو باندي ښه روږد وي، دا هم یو عمده چینل دی چي ثروت د قانوني چینل څخه وځي او غیر قانوني چینل ته داخلیږي. کله چي کوم ایمانداره چارواکی یا مامور د فساد په لاره کي خنډ سي او د بدنامولو، ګوښه کولو یا بلیکمیل کولو نوري لاري کار ونه کړي نو بیا د کرایې قاتلین سته چي د مخه څخه یې لیري کړي. دا خو هغه وسلې دي چي د بشریت د تاریخ په هر پړاو کي خپل مثالونه لري. عین د آدمعلیه سلام په وختو کي د هابیل او قابیل تر منځ شخړه یې لمړنی مثال ګڼلای سو. څرنګه چي قابیل د خپلي ناروا غوښتني او هوس لپاره د هابیل څخه د هغه حق غصبولو لپاره لمړی خدای تعا لیج ته د رشوت ورکولو هڅه وکړل چي ناکامه سول (الله تعا لیج د هابیل د وربشو خیرات قبول کړ خو د قابیل د چاغ ګیلګي خیرات یې ور رد کړ)، بیا یې د هابیل د ګواښلو د لاري خپل هدف تر لاسه کول وغوښتل چي هابیل د خپل حق څخه تر تیریدو انکار وکړ او بالاخره یې د خپلي هوا و هوس لپاره د هغه د وژلو څخه هم لاس وانه خیست. دا چي هغه وخت بشري نفوس لږ وو او هابیل و قابیل د بارټر اقتصادي نظام په زمانه کي اوسیدل چي هر انسان به خپلي د اړتیا وړ شیان خپله تولیدول نو قابیل اړ سو چي هابیل په خپل لاس ووژني. اوس د قتل صنعت ډیر انکشاف موندلی دی. حتی په ژړۍ او پنجوایي کي په درزنونو د کرایي قاتلان سته چي د خاد کارډ یې په یوه جیب کي، د ملا صاحب د سرای کارډ یې په بل جیب کي، د کویټې د شورا سره هم اړیکي پالي او د وخت د قابیل لپاره د کرایي د قتل خدمات هم سره ته رسوي. په پاکستان کي هم داسي په زرهاوو د آی ایس آی د فرعي ایجنسیانو کارمندان سته چي پنځه الا لس زره کلداري تنخوا لري. دولتي وسله لري او خصوصي سیکټور لپاره د کرایي قتلونو خدمات عرضه کوي. کوم عواید چي لاسته راځي د هغه نیمایي برخه بیرته د ایجنسیانو مرکزي چینل ته ځي. کله بیا آی ایس آی د چینله څخه د قتل پروژې ورته راځي چي دوئ ته د رسمي دندو په توګه ورسپارل کیږي. د بینظیري د وژلو پر مهال په مظاهره کي یو ځانمرګی وسو، بیا یوه د استخباراتي کارمند لخوا پر بینظیري ټکان وسول.بیا د یوې بلي ایجنسي کارمند په لاس هغه لمړی قاتل ووژل سو. مشرف وایي دا کار د زرداري خوارکي وو. خبره داسي ورکه سول لکه د کاغذباد مانجه چي سره وپیچل سي او بیا وغورزول سي. که چیري د دې مافیاوو ورکول وغواړو نو باید د نړۍ د ټولو هیوادونو ولسونه په همزمانه ډول په حرکت کي راسي او په یوه وخت کي په دې مافیاوو پوري تړلي انسانان پرته د محاکمې اعدام کړي چي شمیر یې په ملیونونو کیږي. دا یو خو ناممکنه دی اوډیری غړي یې ډیر عادي کسان دي چي اصلاً وژل یې د منابعو ضیاع ده خو د مخي څخه لیري کولو پرته یې د مشرانو ګریوانونو ته لاس نه سو ور اچولای. هټلر داسي یوه اشتباه وکړل او څه یې لاس ته ورنه غلل. که چیري هټلر د ملیونونو یهودیانو پر ځای د یوه آینسټاین او د هغه په شان مشخصو افرادو په وژلو اکتفاء کړې وای نو څومره به ښه وای. یوه بله اسانه او ممکنه لار چي په لږ وخت کي تر ډیره د دې مافیا واک ور کمولای سي هغه د استخباراتي ادارو د واکونو او امتیازاتو مهارول دي. ولس باید د مخلصو سیاسیونو په واکه ته رسولو کي د زیار او څه قرباني څخه کار واخلي. سیاسیون د مسلکي کارمندانو په ګومارلو کي صداقت وکړي چي دولتونه پیاوړي سي. او دولتونه خپلي خپلمنځي اړیکي د ډیپلوماټیکي لارو چارو د لاري تنظیم کړي او په بدنظمه ټولنو کي د مسئولیت پزیره واکمنانو د تقویې د لاري نړیوالي صلحي، ډیموکراسي او امنیت ته لاره هواره کړي. د نن ورځي هر واکمن باید پر دې خبره غور وکړي چي د پخوانیو ظالمو واکمنانو د عیاشیو او ظلمونو تاریخ دومره په جزیاتو سره څنګه محفوظ دی. واکمن چي به عیاشئ کولې د سړک پر غاړه خو به یې نه کولې چي د بزګرانو، باغوانانو، روزانې مزدورانو یې په لیدلو سره دا تاریخي پیښي لیکلي او نوي نسل ته انتقال کړي وي. دوئ خو دا هر څه په نهایت رازداري سره په قلع بندو او ټینګه پیره لرونکو ماڼیو کي سرته رسول چي د دوئ معتمده لویالیسټانو (هغه چي دا د عیاشي او ظلم اسباب به یې ورته تهیه کول) پرته د بل چا ورتګ امکان هم نه لاره. ښکاره خبره ده چي همدا لویالیسټانو یوې خواته د خپلو ګټو لپاره نا اهله خلګ تر واکه رسول، د ولسي سوء استفادې لاري چاري یې ورښولې او بیا یې د واکمنانو د سوء استفادې کړني ثبتولې، څو په ولس کي یې نشر کړي، ولس ښورښ ته اماده کړي څو هوښیار سوی احمق د مخي څخه چپ کړي او یو تازه احمق واک ته رسیدلو ته زمینه برابره کړي. موږ په تاریخ کي داسي مثالونه ډیر لرو چي پر پاک نفسه واکمنانو کودتاوي سوي دي، زهر ورکول سوي دي او پر ځای یې نا اهله او ظالم واکمنان راوستل سوي دي. تازه ترینه بیلګه یې په مصر کي د محمد مرسي د واکه لیري کول او سیسي واک ته رسول وه.

د دې لویالیسټانو یوه طریقه چي څه مغلقه او خطرناکه ده هغه د ځانمرګو ده. دا وسله په ډیر ندرت سره د دې مافیاوو لاس ته ورلویږي او ډیري زیاتي خطرناکه پایلي لري چي د مطالعې لپاره یې د سلطان صلاح الدین ایوبي د زماني د صلیبي جګړو تاریخ ډیر ګټور راته تمامیږي. سلطان صلاح الدین ایوبي او د انګلستان ریچارډ زړه ور دوه کاملاً مخالف لوري وه. ددواړو رسمي دنده یو دبل د بینه وړل وه. دوئ څنګه دومره سره رانیژدې سول چي د صلیبي جګړو یوه خونړۍ سلسله یې پای ته ورسول؟ دې سوال ته جواب موندلو لپاره لمړی باید د صلیبي جګړو تاریخ مطالعه کړو. کله چي رسول الله مبارکص مدینې منورې ته هجرت وکړ په هغه وخت کي په مدینه منوره کي یو حاجي پیر مولوي صاحب مبارک (ګستاخي معاف) اوسیدی د ابو عامر په نوم. تورات، زبور او انجیل یې ټول لوستي وه. ډیر مریدان او خواخوږي یې لرل. خلګو يې ډیر عزت کاوه، څاښتونه او خوردې ځني اخیستل کیدې. په مدینه منوره کي د اسلامي نظام تفاذ دده اړتیا او ارزښت د صفر سره ضرب کړ. ده ویوه نوي کاروبار ته لاس ورواچاوه. د یوه پروژه یې جوړه کړل چي د نوي دین نشعت مخ باید ونیول سي چي د مذهبي او عقیدوي تجارتونو لپاره د مرګ پیغام دی. د هغه وخت ټولي هغه ډلي چي اسلام یې خپلو ګټو ته خطر بلئ د ابو عامر پروژه یې خوښه کړل او بودیجې یې ورته منظوري کړې. هر ځای ته چي اسلام رسیدی، ده به خپله کډه بارول او هغو ټولنو ته به یې سفر کاوه چي د اسلامي نشعت په لاره کي پراته وه. هلته به ده د اسلام د راتګ سره د سیاسي او روحاني مداریانو د تجارتونو د ورانیو وحشتناکه مناظر بیانول، د اسلام د تضعیف لپاره به یې تکتیکونه او ستراتیژي ګاني جوړولې. ټول هغه کاروبارونه چي اسلام بندیز پر لګولی وو لکه فحشاء، قمار، سود، شراب؛ کاروباریانو به یې په پراخه پیمانه پیسې ورکولې. د ابو عامر خولۍ په غوړو کي وه. ده دومره پیسې او د عیاشي ژوند وموند چي په مدینه منوره کي ټول عمر دا کاروبار چلیدلی وای نه یې سوای پیدا کولای. ابو عامر مړ سو خو طریقه یې پاته سول. دده پر پله ګام ایښودونکو دده کاروبار ته ادامه ورکړل. د اسلام د ورکولو مرام لرونکي وړوکي تنظیمونه پر نړیوالو مافیاوو بدل سول چي یو هم د هاسپیټلر (hospitalars) نظامي یا نیمه نظامي سازمان وو چي د واټیکان د کلیسا لخوا د صلیبي جنګونو د تنظیم، ترتیب او اکمال دندي یې پر مخ بیولې. د نن ورځي آی سي آر سي د همدې سازمان باقیات دي. یوه بله خطرناکه ډله د حسن بن سبا شیعه اسماعیلي سازمان وو چي د حشیشین په نوم یې ځانمرګي روزل. دا ټول سازمانونه په واټیکان کي د کاتولیک کلیسا لخوا تاسیس او سازماندهي کیدل چي په ټوله نړۍ باندي یې د یوې مذهبي امپراتوري پلان په لاره اچولی وو. کلیسا اروپایانو ته ځان د عیسیعلیه سلام قانوني وارث معرفي کاوه او اسلام یې د عیسیعلیه سلام د دین پر ضد یو نظریاتي بغاوت په توګه ورښکاره کاوه. عام عیسویان نه په دې خبر وه چي د پیغمبرص په زمانه کي د نصرانیت سترو عالمانو او واکمنانو د پیغمبرص درناوی کړی وو او خیني یې حتی مسلمانان سوي وه. د نجران د عیسوي پادریانو سره زموږ د ستر پیغمبرص مناظره چي بیا پر مباحله واوښته او په مباحله کي عیسوي پادریانو ماته ومنل، اسلام یې په رسمیت وپیژاندئ او په خپله خوښه جزیه ورکولو ته اماده سول. د واټیکان د کلیسا د دې تاریخ سره واقفیت لرلو سربیره د اسلام پر ضد مذهبي جګړې اعلانولې چي دا یو نړیوال بشري خیانت وو. سلطان صلاح الدین ایوبي د واټیکان د پراخو پلانونو څخه خبرتیا تر لاسه کړې وه او د هغه معلومات د اروپا د واکمنانو سره شریک کړل چي دا حریث مذهبي ټیکنوکراټان د ټولي نړۍ سیاست د انحصارولو د لاري غواړي چي ټول بشریت خپل مریان او مینځیاني وګرزوي. اسماعیلي فرقه چي کلیسا په لمړیو پیړیو کي په دې پلمه د اروپایي دولتونو په مالي مرسته تمویلول چي اسلامي سلاطین به وژني او د دوئ لخوا د اروپا د نیولو مخه به نیسي، خو د صلاح الدین ایوبي تر وختونو پوري د دې فرقې ځانمرګو څخه په اروپا کي د هغه نصراني نوابانو او پاچاهانو د وژلو کار هم اخیستل سوی وو چي د کلیسا د پروګرامونو او اهدافو په لاره کي خنډ وه. د سلطان لپاره ډیره اسانه وه چي کلیسا اروپایي واکمنانو ته د یوه مشترک ګواښ په توګه معرفي کړي، ځکه چي حقیقت همداغه وو. اوس هم هغه قصه ده خو د نن ورځي د غرب او شرق په رهبرانو کي هغه عقل نسته لکه هغه پخوانیو چي لاره. اروپایي سیاسیونو صلیبي جګړو ته د پای ټکی کښیښود او د خپلو دولتونو سمون ته یې توجه واړول. خود به د هغه وروسته هم صلیبي جنګونو ادامه لرلې وي او د کالونیالیزم وروستۍ څپې تر صلیبي جګړو ډیري خطرناکي وې. د هغه علت هم داغه وو چي هغه موضوع چي د سلطان صلاح الدین ایوبي او اروپایي سیاسیونو تر منځ د صلحي پر مهال مطرح وه ډیر ژر د اسلامي او نصراني نړۍ د دربارونو د حافظې څخه پاکه سول چي اصلاً د صلحي د تړون لامل ګرزیدلې وه. نن ورځ د نړۍ دوې عمده ترین مشترکي ستونزي یو هغه بیکفایته حکومتونه دي چي د مافیاوو په لاس د غیررسمي لارو یعني د لابیانو او مافیاوو په لاس اداره کیږي، خپلو ولسونو ته د خدماتو وړاندي کولو پر ځای ستونزي او جنجالونه ورته زیږوي چي د دې ستونزو پرمختللی حالت به د دریمي نړیوالي جګړې په شکل تظاهر وکړي. داسي نړیواله جګړه چي پرځمکه خو به د اټوم بم، نایټروجن بم، نیوټران بم، زهري ګازات و کیمیاوي وسلې و نیخه څه و څه خو به کار سي، کیدای سي دا ځل د تشیال سکون هم تر یوې اندازې ورمات کړي. د نړۍ زوروران دا حالت ویني چي په سپوږمۍ او مریخ کي ځان ته د مینو په لټه کي دي (هغه د خارجیانو پوهان تل یوه خبره کوي چي تینک اوټ آف د باکس یعني د خپل مشکل د حل لپاره د ټولبکس څخه دباندي افزارو ته هم نظر کوه). دوهمه ستره ستونزه چي د لمړۍ ستونزي څخه سرچینه اخلي هغه ډله یز مهاجرتونه دي. ډله یز مهاجرتونه په دوو برخو ویشلای سو. یوه مغرض ډله یز مهاجرتونه دي دوهم جبري ډله یز مهاجرتونه دي. مغرض ډله یز مهاجرتونه د هغه کورنیو او ګروپونو ډله یز مهاجرت دی چي د نړیوالو مخفي مافیاوو د اغراضو او پروګرامونو د عملي کولو لپاره یوه ډله خاص روزل سوي خلګ په یوه و بله پلمه د نړۍ د یوه ځایه څخه بل ځای ته انتقالیږي. دا خلګ فوق العاده ډول روزل سوي وي او د طبعي انساني سلوک پر ځای مصنوعي سلوک د لاري تل سوء استفادې ته اماده وي. په ظاهره ښوی ښوی او دننه څخه د مکرو فریب و دوه سوه چلبازیو څخه ډک. دا ګروپونه چي هر هیواد یا سیمي ته ورسي. په ظاهره د هغه ملت د دود او نرخ سره ځانونه ښه عیار کړي او بیا د ځایي خلګو مادي او معنوي ارزښتونو د تخریب د لاري د هغوئ خپل منځی اتحاد ورپارچه کوي (اوس خو د ساري امراضو د نشر لپاره هم کارول کیږي). دا چي د هغه ټولني په لوړ پوړ رهبري کي د خپلو بهرني مربیانو د ملاتړ څخه برخمن وي. ژر ځانونه د هغه ټولني د عایداتي سرچینو پوري رسوي. د واکمني طبقې او ولس تر منځ ځای نیسي او هغه ټولنه د داخل څخه دومره ضعیفه کوي چي بهرني یرغل په مقابل کي ژر ونړیږي او اشغال ته اماده دي. دوهم ډول مهاجرتونه جبري مهاجرتونه دي چي په یوه سیمه کي سیاسي او اقتصادي بحرانونو د اغیزي لاندي خلګ مجبوراً خپلي میني پریږدي او ودانو ټولنو ته پناه وروړي. د مثالونو بیانولو ته اړتیا ځکه نسته چي هره خبري بریښنا پاڼه، هر اخبار او هره خبري نشري شبکه هره ورځ او شپه د همدې پدیدو ژوندي مثالونه بیانوي. د دې ستونزو څخه نه شاته پاته هیوادونه خلاص دي او نه هم پرمختللي. همدا مشترکي ستونزي دي چي د نړۍ ټول ملتونه یې باید په ګډه سره حل کړي. تروریزم، کاذب اسلامي ګواښ، ګلوبل وارمنګ، د څښاک د اوبو کمښت و نوري واویلاوي هغه کاذبي ننګوني دي چي د نړۍ د خلګو د مغشوش کولو لپاره ډنډوره ورته وهل کیږي. نن ورځ د نړۍ ملتونه یو د بل په وینو لاسونه رنګوي او سیکسورکران، قاچاقبران او فاسد ټیکنوکراټان حکومتونه باندي کوي. د پورته ذکر سوو دوو ستونزو څخه د لمړۍ برخي آني علاج هم دا دی چي د مخدراتو، مسکراتو، دخانیاتو، جنسي انحرافاتو مرکزونو، فاحشو او سیکسورکرانو پر ضد نړیوال عملیات پیل سي. کله چي یوه ځوانه ښځه د میرا جسم میري مرضي (زما وجود زما خوښه) شعار سره بازار ته راوځي نو د هغه ښار شرفاء دي ورټول سي او ورته ودي وایي چي خپل جسم پلورې نو کوم ځنګله یا کومي دښتي ته ولاړه سه چي دا مردارخواره ګیراکان هم هلته درپسي در سي او کلي و ښارونه د دې کثافاتو څخه خلاص سي. هلته چي هر څه کوئ کوئ یاست یې. دا چي فاحشه د ښار او کلي په کوڅو او سړکانو کي د یارانو په لټه کي ګرځیدل پیل کړي بیا پاک لمنې ښځه پر هغه کوڅو او سړکانو نه سي ګرزیدلای. دا ته بدلمنه ښځه یې چي مردارخورو نارینه وو ته پلمه برابروې چي په هري پاک لمني ښځي پسي شپیلکان ووهي او حتا لاس وراچولو جرائت وکړي. کله چي په ښار کي د بدلمني لوبه پیل سي بیا چي د جنسي زوروني پر موضوع د نارینه او ښځینه جنجال وي، خلګ نه پوهیږي چي خرابه ښځه ده پر پاک لمني نارینه یې تور غوټه کړی دی؟ خراب نارینه دی پاکلمنه ښځه زوروي؟ او که دا چي دواړه مردارخواره دي پر ناقانونه معامله یې جنجال دی؟ دغه تور کاروبارونه دي چي فاسدو دولتي چارواکو ته پر واک پاته کیدو لپاره مادي منابع تهیه کوي. د ډله یز مهاجرتونو د منفي اغیزو څخه د مخنیوي ښه لار د ملل متحد د ادارو د فعالیتونو محدودول دي. بالخصوص افغانستان چي د صلحي او ثبات د راتګ وروسته د کومي ستري ستونزي سره مخکیدونکی دی، هغه ډله یز مهاجرتونه دي. اوس خو د افغانستان پر سیاست باندي د پښتنو د ډیموګرافیکي اغیزي د بینه وړلو لپاره د کورني جګړې په درشل کي د پښتنو د قتل عام ستراتیجي پر کار لویدلې ده. کله چي دا پلمه ودریږي بیا به نو د ایران او نورو همسرحده هیوادونو د لاري د عودتکننده ګانو په نوم د بې موره او بې پلاره انسانانو یو سیلاب افغانستان ته راداخل سي چي د پلازمیني تر څنګ به د ولایتي او ولسوالي مرکزونو په نواحیو کي اباد کړل سي څو یو خو د پښتنو د نفوس فیصدي په وافعت کي هم یو څه ټیټه سي او بل په دولتي ادارو کي د ځایي پښتنو په عوض دغه خلګ و ګومارل سي. که زموږ سیاسي مشران لږ عقل ولري باید ولس د دې ګواښ پر ضد راویښ کړي. د ولسي لاریونونو په زور د ملل متحد او نورو هغه نړیوالو موسساتو دفترونه وروتړي چي د مهاجرت پر موضوع ګانو کار کوي. دې موسساتو هم دا اوس خپل فعالیتونه په پښتون میشتو ولایتونو کي پیل کړي دي چي مغرضو مهاجرتونو د لاري راتلونکو کورنیو لپاره د اباتې او اعاشې بندوبست وکړي. د افغانستان اوسنی بې سره او بې ښکره حکومت خپلو والیانو ته توصیه کړې ده چي ټولي دولتي ځمکي د ځایي خلګو د ولکې څخه وباسي څو ایراني نوروزیان باندي اباد کړل سي. موږ پښتانه په یوازي سر د دې سیل مخه نه سو نیولای. موږ باید و ټرمپ ته ووایو چي پر سرحدونوباندي د دیوالونو په درولو سره امریکا د مهاجرتونو د پدیدې څخه نه سې ژغورلای. ښه به دا وای چي د دیوال پر ځای دي پر دې سرحدي سیمو نظامي او سیاسي روزنیز مرکزونه جوړ کړي وای. د میکسیکو څخه راتلونکي مهاجر دي روزلای، منظم کولای دي، وسلوال کولای دي او بیرته دي میکسیکو ته ورلیږلای چي هغه چارواکي پر دا ټېک ټېک وولي چي دوئ یې د خپلو مینو څخه بیځایه کړي دي. هغه فاسد نظام ړنګ کړي چي د دې دوامداره مهاجرتونو لامل ګرزیدلي دي. د ټرمپ دا شعار ډیر قوت نلري چي وایي میک امیریکا ګریټ اګېن. دی باید تر دې هم ستر شعار غوره کړې چي میک امیریکا ګریټیسټ ایور. هر هیواد چي د ډله یزو مهاجرو په وړاندي خپل سرحدونه خلاصوي هغه ځان ته بدبختي ځیږوي او هر هغه هیواد چي پناه وروړونکي د نظامي او سیاسي لحاظه تقویه کولو وروسته خپلو اصلي هیوادونو ته استوي خپله سیطره به پراخوي. موږ حیران ودې ته یو چي د امریکا او جرمني سپین پوستانو پوهان نن په دیده سترګو ویني چي د دوئ سره هغه څه روان دي چي دوئ پرون د امریکا او شمالي افریقا د اصلي اوسیدونکو سره کړي وه، بیا هم خپلو خلګو ته سم پوهاوی نه ورکوي. جرمنیانو ته پکار ده چي د خپلو اسلافو شرمناکه تاریخ خپلو ماشومانو ته د ټولو جزیاتو سره سم بیان کړي چي دوئ په کومو تکتیکونو نمیبیا هیواد اشغال کړ چي د ملیونونو انسانانو د قربانولو باوجود ونه توانیدل چي جرمنیان د خپل هیواد څخه وباسي. امریکایي سپین پوستان باید خپلو ماشومانو ته د خپلواسلافو هغو مکرو مکاري تاریخ په ناسانسور سوي شکل بیان کړي چي څنګه د دوئ اسلافو د ثروت په ښندلو، زناء په دودولو او رهبرانو ته د رشوتونو او امتیازاتو په ورکولو سره د امریکا د سور پوستانو په ملیونونو نفوسونه ور لولپه کړل. دا ځکه چي نن همداغه تکتیکونه په لږ متغیر شکل د دوئ پر ضد شروع دي چي دوئ په خپلو هیوادونو کي مریان کړي. نن د افریقا او هندوستان توریاني راولاړیږي او د امریکا په کانګریس کي د ډونلنډ ټرمپ د استهزاء لپاره رایه ورکوي. موږ ځکه د امریکا د سپین پوستانو غم احساسولای سو چي د کابل په پارلمان کي د بګرام بنګی یو تاجک سیکسورکر د ملیونونو پښتنو لپاره استحقاقونه حواله کوي. موږ باید و امریکایانو ته ووایو چي زموږ په کلیو او دښتونو کي چي ستاسو عسکر وژل کیږي هغه موږ وژنو ځکه چي دوئ حق نلري چي زموږ په کلیو او دښتونو کي د وسلو سره وګرزي خو د کابل پر سړکانو باندي یا د کابل په کانټینینټل هوټل، وزارت دفاع و وزارت داخله د تعمیراتو دننه چي ستاسي اتباع او جنرالان ووژل سول هغه موږ نه دي وژلي. هغه شمالي ټلوالي او خدیسټانو دروژلي دي چي تاسو یو وار په غیر رسمي ډول د کابل واک وروسپاره او بیا مو په غیر رسمي ډول د جان کیري په لاس ملي یو والی حکومت ورجوړ کړ او اوس بیا د نامشروع او باطلو ټاکنو په مټ یې بیا هم پر موږ باندي تپئ. په موږ کي هغه خلګ ستاسو په امکاناتو ووژل سول چي ستاسو نیژدې حلیفان ول. تر څو چي د هیوادونو خارجي او داخلي پالیسیاني د استخباراتي ادارو د اغیزي څخه خلاصي نه سي او مسلکي ډیپلوماټان او سیاسیون دا چاري په لاس کي وانه خلي په نړۍ کي ثبات راتګ ناممکنه دی. نن د نړۍ ستر ابرقدرتونه د اټوم بم په شان خطرناکه وسلو څخه برخمن دي. یوازنی تضمین چي دا محدود ملتونه به خپلي ستراتیژیکي وسلې د نورو خالي صلاح ملتونو پر ضد نه کاروي، د خپل ملت په وړاندي دوئ د واکمنانو د مسئولیت احساس دی او یا هم د دوئ خپل منځې سیالي. که یو اټومي دولت رهبري د یوه مخفي نړیوال سازمان دومره تر اغیزي لاندي راسي چي خپل ملي ځواکونه په کرایه ورکولای سي نو بیا خپلي ستارتیژیکي وسلې هم ورکولای سي. ښه بیلګه یې په سوریه کي وینو. د سوریې ولس د خپل ناخوښه واکمن پر ضد راپورته سول. موږ ولیدل چي د پاڅون د ځپلو په لاره کي په دې سیمه کي ښکیل تقریباً ټولو دولتونو استخباراتو انسجام موجود وو. علت یې دا وو چي بشارالاسد د یوه داسي نړیوال سازمان پروګرامونه پر مخ بیایي چي ساحه یې په ټوله نړۍ کي پراخه ده. نن روسي ځواکونه د خپلو جغرافیایي پولو څخه ډیر لیري د یوه فاسد سوریایي لپاره په ملیونونو عادي سوریایان وژني، دا عادي خبره نه ده. د روسیې تر څنګ د شانګهای تړون ټولو هیوادونو د خپل وس په اندازه د سني اسلام د ځپلو پروسه پر کار اچولې ده. سره د دې چي شانګهای تړون ډیکټاټوریو ګواښ د ټولي نړۍ خپلواکي ته متوجه دی بیا هم د دې تړون غړي ایران د نظامي ځواک د پراختیا په برخه کي د امریکا او اروپا مقتدري حلقې فعالیت کوي. یوې خواته د روس په شکل شانګهای تړون د اروپا سرحدونه ګواښي، بلي خوا ته اروپایي دولتونه په سوریه کي په غیر مستقیم ډول د روسیې سره مرستي کوي (د سوري خپلواکي غوښتونکو ته مناسبه نظامي مرسته نه ورکول د روسیې سره د مرستي په معنا ده). په چین، برما، هند، سریلانکا کي د سني اسلام پر ضد د دولتونو رسمي ګامونه پورته کیدل، په سني اکثریت لرونکي هیوادونو کي دهري، رافضي او اهل حدیثو ډلو واکمن کول ټوله حقایق دې ته اشاره کوي چي ځیني نړیوال تنظیمونه فعالیتونه کوي چي په هیوادونو کي غیر مسئول حکومتونه رامنځته کړي او بیا د خپلو ګټو سره سم دوئ په خپل منځ کي وجنګوي. دا یوه ډیره خطرناکه خبره ده چي د نړۍ په غالب اکثریت هیوادونو کي ریښتنې ډیموکراسي وجود نلري او د بهرنیو غیررسمي مرجعګانو لاسپوڅي حکومتونه په غیرمسئولانه ډول د خپلو ملتونو په استحصال اخته دي. که د دې پدیدې مخه ونه نیول سي او نړیوال مخفي تنظیمونه پریښودل سي چي همداسي د ضعیفو ټولنو ښکار ته ادامه ورکړي نو لیري نه ده چي دا اور د قوي او پرمختللو ټولنو تر لمنو پوري ورسیږي. په کار دا ده چي د ولسونو په چارو کي د غیر مسئول نړیوالو سازمانونو مداخلات په علمي ډول مطالعه سي او پوهنتونونو نصاب ته واچول سي. د نړیوالو غیر مسئولو سازمانونو د کمزوري کولو لپاره سیاسي او ادبي حرکتونه پیل سي. حتی د رسمي نړیوالو سازمانونو لکه ملل متحد ایجنډاوي تر ملي څار لاندي ونیول سي. ملل متحد په ظاهر د دې لپاره تاسیس سول چي د نړۍ د حکومتونو تر منځ روابط پیاوړي کړي خو عملاً موږ دا اداره وینو چي په هیوادونو کي مداخلې کوي څو د نړیوالو مافیاوو فاسد لاسپوڅي واک ته وروسوي او هغوئ تقویه کړي. د دې ادارې هره څانګه د بشري بحران یوه خاص ډول سره د مبارزې پر پار تاسیس سوې ده خو عملاً موږ وینو چي په هر هیواد کي د خپل تخصص د ساحې بحرانونه رامنځته کوي. بل مثال د بشري حقونو نړیوال سازمان دی چي کلونه کلونه کیږي چي ښځو د جنسي سوء استفادې پر ضد نغارې ډنګوي. په عمل کي موږ وینو چي د افغانستان ډاکټر سیما ثمره د دې سازمان د رهبري پوړ پوري رسیږي او بیا بالاخره د ملګرو ملتونو تر کلیدي موقف پوري لاره پیدا کوي. ډاکټر سیما ثمر به د یوه سمپل په ډول مطالعه کړو. د جغتو څخه یوه هزاره کورنۍ  لښکرګاه ته نقل مکان کوي. د دې کورنۍ یوه غړې سیما ثمر د لښکرګاه د اناثو د لیسې فارغه کیږي. بیا په کټه کي د مري آباد په سیمه کي د هزاره لږکیو د خدمت لپاره شهداء کلینیک خلاصوي. موږ په خبر یو چي دې ښځي د نړیوالو موسساتو سره اړیکي لرلې او دا اړیکي یې د بې وزله هزاره پیغلو د جنسي سوء ستفادې په مټ پیاوړي کولې. د سیما ثمر څخه یې قیاسولای سو چي په دې نړیوالو سازمانونو او موسساتو کي د پرمختګ لاري څه ډول وي. نن ورځ دا یوه متفق العلیهه خبره ده چي د حقوق بشر په نړیواله اعلامیه کي کورنۍ د ټولني وظیفوي واحد په توګه پیژندل سوې ده او د ملاتړ ژمنه یې سوې ده خو د دې اعلامیې ترویجونکي ادارې د فیمینیزم او د ښځو ازاد ژوند ته تشویقولو او د نامحرمه نارینه وو سره په مشترک چاپیریال کي کار کولو، د بیواده کارمندانو لپاره د هیواد څخه بهر تدریسي بورسونو او کاري زمینو ایجادولو سره د کورني ساختارونو په تخریب بوخت دي. که یې په لنډ ډول سره راخلاصه کړو نو ټول نړیوال سازمانونه (رسمي وي که غیر رسمي) د کورني ساختار د تخریب څخه نیولې بیا د ملي ساختار د تخریبولو پوري د ټولنو په د منځه وړلو په هڅو اخته دي. دوئ غواړي چي د ټولني ټول انسانان د دوئ په شان بې هویته مریان و اوسیږي، څو دوئ خپلي سازماني دسیسې په اسانه پر مخ پکښي بوزي. په افغانستان کي باید د طالبانو واک ته رسیدل تشویق کړو څو د طالبان د واک ته رسیدلو وروسته د ډاکټر نجیب د اعدام حساب ورکړي چي د ملیونونو افغانانو دا قاتل ولي بې محاکمې اعدام سو؟ د ده په ناقانونه اعدام کي د ملګرو ملتونو د سازمان رول څه وو؟ او ده په کومو شرایطو د افغانستان واک ملګرو ملتونو ته وسپارلی وو؟ خبري ډیري سر یې یو، که په نړۍ کي هر ملت خپل هیواد، خپل ثروت او خپله خپلواکي تامینول غواړي نو په خپلو سیاسي او جغرافیایي حدودو کي دي ریښتنې ډیموکراسي نافذه کړي. د استخباراتي ادارو (لمړی د خپلي ملي استخباراتي ادارې)، فاحشو، سیکس ورکرانو، د کرایي قاتلینو، لویالیسټ چارواکو او نړیوال سازمانونو واکونه، فعالیتونه او ټولنیز نفوذ ور محدود او که امکان ولري ورک یې کړي…. انشاء الله د هغه ملت ټول بحرانونه به ورک سي. ویړه وړایي به رامنځته سي. هر هغه شخص چي د بهرني اړیکو په مټ ځان د یوه لوړ موقف حقداره بولي، باید د ملت لخوا پرته د محاکمې ووژل سي څو د هغه ملت ملیونونو وګړي د قتل عام څخه وژغورل سي. که حضرت عليرض امیرد صفین د جګړې په درشل کي د امیر معاویه سر ورپرې کړی وای نو نه به د کربلا کرکجنه پېښه رامنځته کیدله او نه به هم د اسلامي خلافت راشده درخشانه دوره دومره ژر پای ته رسیدله (په دې دنیا کي انسان د الله تعا لیج خلیفه دی. کړني یې عواقب او اغیزي لري. الله تعا لیج چي په دې دنیا کي رحمان دی، پر انسان باندي پرته د ترحم ام مهرباني څخه د خپل جانبه بل څه نه دي مسلط کړي). هغه خلګ چي د کومي غمیزي پړه په مستقیم ډول یا غیر مستقیم ډول پر الله تعا لیج باندي اچوي، اصلاً د خدای پاک دښمنان دي. د ټولوبشري غمیزو مسئول بشر پخپله دی.

ولي باید د ځانمرګو د پروګرام په ختمولو کي د ټولو لخو مرسته وسي؟

په اوسنیو شرایطو کي د ځانمرګو پدیده تر ټولو په زیات موثریت سره د مافیاوو لخوا د افغان ولس پر ضد وکارول سول. که څه هم ځیني اهداف یې د افغان ولس لپاره په زړه پوري وه لکه د برهان الدین رباني، اسد الله خالد، هغه د پکتیکا پیښه چي یو ظالم اربکی پکښي په نښه سو او د سي آی اې پر مرکز باندي برید او داسي نور…. خو په مجموع کي په کابل، کندهار، ننګرهار او نورو ولایاتو کي د ولسي ټولوژني د افزارو کار هم ځني اخیستل سوی دی. په مجموع کي دا پدیده ځکه د بشریت لپاره د قبول وړ نه ده چي د اجراء لپاره یې یو داسي مخلص ترین انسان د بینه وړلو ته اړتیا وي چي پر خدای پاک، پسله مرګه ژوندون او الهي عدالت باندي پوخ باور ولري. داسي کسان د ټول بشریت لپاره داسي ګرانبیه سرمایې حیثیت لري چي د هر څومره خطرناکه او ظالم دښمن پر ضد ضایع کولو نه ارزي. د نن ورځي ځانمرګو پدیده د اغاخان د جد حسن بن سبا تر ځانمرګو ډیره خطرناکه ده. دا ځکه چي هغه به لټ ځوانان د هغوئ د شهوت پرستي د احساس په اساس د ځانوژني عملیاتو ته اماده کول. د نن ورځي د ځانمرګو پدیده د اسلام د سپیڅلي او مبین دین د عالمان په لبادو کي پټ د مرموزه نړیوالو مافیاوو جاسوسان د برحقه او لرغوني اسلام د توحید د عقیدې ریښتني پیرویان د خپل دین د بنیادي ترینو تعلیماتو څخه د ناخبرتیا په اساس کاروي. دا چي د اسلام دین جذابیت په مجموع کي د نړۍ د هري ټولني او کلتور د مسئولیت پزیره او پا احساسه اشخاصو لپاره زیات دی او د دې پروګرام عملي کونکو نړیوالو مافیاوو علایق او ګټي په ټولوبشري ټولنو کي دخیلي دي، ځانمرګي د نړۍ د هر هیواد د عالي ترینو اشخاصو او ولسونو پر ضد کاریدلای سي. لازمه ده چي د ځانمرګو د پروګرام د بندولو لپاره منظم هر اړخیزو لوړپوړي دولتي مداخلې صورت ونیسي. همدا نقطه ده چي افغانان بالخصوص پښتانه یې د خپلو ناخوالو پر ضد د نړیوال ائتلاف د جوړولو لپاره کارولای سي. زموږ ستونزه دا ده چي زموږ راسخ العقیده ځوانان تر ټولو ډیر د ځانمرګو په ډول جذبیږي. دپاته نړۍ ستونزه دا ده چي پر ضد یې دا وسله په ډیر موثریت سره کاریدلای سي. د دې پدیدې موثره مخنیوی ریښتني اسلامي تعلیماتو پراختیا ده. غربیان باید نور په مسلمانانو کي د فرقوي تحریف سوي کاذبو عقایدو خپرونکي ادارو باندي خپلي پیسې بندي کړي. په دې برخه کي د ایمان پلورو مفتیانو او شیخ الحدیثو د بې اغیزو فتواوو په عوض د قرآني متنونو او د اسلام د مبین دین د حنفي فقهي د هغه مسائلو څخه ګټه پورته سي چي د عمومي ځانوژني د عمل پر حراموالي دلالت کوي. ولسونه باید دا خپل فردي مسئولیت وبولي چي د دې پدیدې د بینه وړلو لپاره په داوطلبانه ډول لاس په کار سي. هغه مفتیان او شیخ الحدیثان چي د ځانمرګو په مدرسو کي درسونه ورکوي باید د پیغور او نصیحت د لاري د دې خطرناکه او اسلام دښمني دسیسې د خدمت څخه راوګرزول سي. هغه کورنیاني چي د ځانمرګو د پروګرام لپاره لوجیسټکي خدمات اجراء کوي، هغوئ د نصیحت د لاري راوګرزوو. خو دلته باید دا نقطه د یاده ونه باسو چي د ځانمرګي لپاره چي عمده ترین تشویقي فکټور دی هغه دولتي ظلم دی. کله چي د یوه هیواد حکومت په رسمي چوکاټ کي مامورین خپل ظلم او فساد اوج ته ورسوي نو بیا ځیني انسانان که مسلمانان وي یا غیر مسلمانان د خپل ژوند څخه بې پروا کیږي. د ځانمرګو د پدیدې د بینه وړلو لپاره باید تر ټولو زیات کار په دې برخه کي وسي. دا چي د پخواني ولس مشر حامد کرزي لخوا عامه جرګه راوغوښتل سول او د ستراتیژک تړون په هکله یې مشوره ځني وغوښتل. نو د ټول هیواد په کچه راټولو سوو متنفذینو د نړیوالي میډیا په مخ کي په ښکاره د تړون د امضاء مشوره ورکړل. حامد کرزي بیا هم خبره ونه منل. مستعفي سو. نوی رژیم منځ ته راغلی. موږ د ټلویزون پر مخ هغه صحنه ولیدل چي یو څو تنګ پرتوګي ځوانان راولاړ سول او د حامد کرزي عکس یې څیري کړ په داسي حال کي چي د پخواني ولس مشر ورونه د ملي یو والي په شرمناکه حکومت کي ګډون درلود. د پخواني ولس مشر ورونو دلیل د منلو وړ دی چي هغوئ ملي سرمایه داران دي او د هیواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کي یې خپلي سرمایې په نهایت موثریت سره په کار اچولي دي، نه باید د دې بیده او سیاسي شعوره خلاص ولس لپاره داسي مادي یا معنوي قرباني ورکړي چي په نهایت کي د دې ویده ولس لخوا هم و نه ستایل سي. دا چي د افغانستان څخه راغونډ سوو ولسونو مذهبي او سیاسي معززین د خپل ملت د زرهاوو او ملیونونو ځامنو او لوڼو په پخوانۍ ، روانه او راتلونکې ټولوژنه راضي دي نو د دوئ کورنۍ خو د ګوتو په شمیر شهیدان ورکړي دي. د عالمه سره غم نه غم. که موږ یو ژوندی او ویښ ملت وای نو د هغه ملي جرګې هر غړی به مو جلا جلا تعقیباوه او وژئ په مو، چي زموږ قتل عام یې نړیوالو ځواکونو ته مشروع کاوه، ځکه چي زموږ اصل قاتلین هم دوئ دي. ولي طالبانو دا مشران تعقیب نه کړل؟؟؟ لوی سوال داغه دی… بهرنیان چي وژل کوي، داخلي حلیفان یې د دښمن په صفت ورته معرفي کوي. خارجي ته په موږ کي خپل دوست دښمن څه معلومیږي. کله چي د کندهار د علماوو شورا د ملا محمد عمر څخه د امیر المومنین لقب واخیستی نو د کټي د شورا په امر ټوله ووژل سول. د هغه وخت د علماوو د شورا یو غړی هم شاید نن نه وي ژوندی. د هغه ستري جرګې مشران ولي طالبانو په هغسي منظم ډول په نښه نه کړل چي ستراتیژک تړون په مشروع بللو سره یې افغان وژنه مشروع وبلل؟ دا چي نن د صلحي خبري کیږي دا خو د امریکا او افغانستان د عام ولس ږغ دی. او دا ډیره خطرناکه خبره ده چي ولسونه د خپلو مشرانو سره اختلاف نظر څرګندولو لپاره مستقیماً ږغ پورته کړي. مشرانو ته نه ده په کار چي خبره تر دې ځایه راورسوي.

تیري ټولټاکني او د هغه جالب نتایج

دا تیري پارلیماني ټولټاکني چي څه په ډریو وسوې، په هکله به یې ډیر څه نه وایو غیر له دې چي د بګرام بنګی نن افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پارلمان رئیس دی. کله چي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا دا نتیجه جوته سول چي په ټولټاکنو کي تنها ۲ ملیونه افغانانو رایه ورکړې ده، ډیرو سوالونو سرونه راپورته کړل. دا خو سوال نه دی چي ولي دومره لږ افغانانو رایه ورکړل. په ۳۸ و ۳۹ ملیونه کي ۲ ملیونه مرتجع انسانان بیا هم ډیر غټ عدد دی. خو هغه افغانان چي په جریان کي دي پوهیږي چي دولت اعلان کړی وو چي د هغه خلګو د پاسپورټ او ویزې اسناد به نه پروسیس کوي چي په ټاکنو کي ګډون ونه کړي. په لکهاوو هیوادوال وه چي خپلوانو یې مرګوني او معیوبونکي مریضان لرل چي د هیواد څخه بهر ته علاج لپاره بیول یې اړین وه. هغوئ مجبوره وه چي رایي ته تللي وای. دلته ډیر مهم سوال دا پیدا کیږي چي د افغانستان په ډ‌یموګرافیکو فیصدیو کي د طالبانو د حکومت د سقوط وروسته ژور جالب تغیرات راغلل چي د افغانستان د احصایې د ملي ادارې لخوا نشر ته سپارل سوي چي په هغه کي د پښتنود نفوس فیصدي تقریباً ۳۰ څخه تر ۳۹ فیصده پوري ښودل سوې ده. حال دا چي د ظاهر شاه د زمانې په ورستیو نفوس شمیرنو کي چي د پښتو ژبي د ورکولو لپاره پښتانه لږ پکښي ښودل سوي وه، پکښي د پښتنو نفوس شاید تر ۷۰ فیصده پورته وو. دا درې اقلیتونه هر یو تاجک، اوزبک او هزاره ناببره ډیر چوچ وکړ او تر ۶۰٪ فیصده زیات سول. دا درې اقلیتونه چي په حکومت کي ښکاره او پراخ امتیازات لري، په ټولو دولتي پروسو کي یې همیشه په ډیره لیوالتیا برخه اخیستې وه. د نوي نظام د راتګ سره ملي امنیت، وزارت دفاع او وزارت داخله خو دوئ ټیکه کړي دي، بهرني بورسونه هم تقریباً ټوله د دوئ دي. د سترو ډیپلوماټیکو منصبونو او موقفونو اعظمه برخه هم د دوئ په اختیار کي ده. د نړیوالو مداخلتګرانو لخوا هم په ښکاره حمایه کیږي. په کابینه کي هم د دوئ ونډه تل درنه وي. که چیري په ټولټاکنو کي دغه درې اقلیتونو ګډون نه وي کړی نو د افغانستان د دولتي نظام او نړیوالو اشغالګرو سره یې خیانت کړی دی. دا موقفونه او وظیفې باید ټوله ځني واخیستل سي. او که چیري دا ادعا وسي چي دوئ  په بشپړ لیوالتیا ګډون درلود او دا ادعاء صحیح وي نو که ۲ ملیونه د ۳۸ ملیونه سره پرتله کړو نو شاید تر ۵٪ پوري رازي. او په دې ۵٪ کي یو څه مرتجع او یا مجبوره پښتانه هم شامل دي. هغه د ملانصرالدین او د میرمني قضیه ځني جوړیږي چي که دا دوه نیم کیلو غوښه وي نو پیشي چیري ده او که دا دوه نیم کیلو پیشي وي نو غوښي چیري دي. حقیقت خو دا دی چي په تیرو ټولټاکنو کي درغلئ نه وای سوي نو په دې ټاکنو کي به خلګو فعاله ګډون کاوه. دا صحیح ده چي اساسي قانون د ټاکنو خپلواک کمیسیون جوړولو لارښونه کړې ده، دا خو په دې معنا نه سول چي ټاکني دي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا انحصار سي. زموږ تر هر څه زیات دا د کفارو پیسې ارمان دي. د هغوئ خوارانو داغه دنیا ده، پرېږدئ چي خپلي پیسې پر ځان مصرف کړي. زموږ مداریان په یوه نامه او بل نامه هغوئ خواران شکوي او په داسي بېمعنا پروسو کي په ملیونونو ډالر ور بربادوي. وروره پر ټولټاکنو باندي یوه افغانۍ هم باید د بهرنیانو مصرف نه سي. هر محل او هر کلی باید ځان ته په خپلو پیسو بکس رانیسي. د مکاتبو د ۱۲ صنف زده کونکي دي د رضا کارانو په توګه پکښي وګومارل سي. هر مرکز تنها د خپلواک کمیسیون یوه هیئت ته اړتیا لري، چي ښاروالي دي پر ورځ یو ۸۰۰ افغانۍ ورکړي. د رایو پاڼي دي ښاروالیاني د خپلو پرمختیایي بودیجو څخه چاپ کړي. د پروسې د پیل څخه بیا تر پایه پوري دي عکاسي په شخصي مصارفو وسي. د هر مرکز پایلي دي د ځایي رسنیو لخوا اعلان سي. د پایلو یوه فوټو کاپي د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته ورسول سي. په مرکز کي ۲ الا ۵ کمپیوټرکاران ټوله مجموعې نهایي کولای سي. دا د بیزوګۍ واده ولي ځني جوړوي چي بیا پایلي یې هم هیڅ څوک نه مني. … څیري کرک مړ. او چي د واک او ځواک په مټ د ټولټاکنو پایلي په خلګو منې نو بیا د ټولټاکنو ډرامې ته اړتیا څه ده.