کور / #corona-crisis / کرونا: په امريکا کي بېړنی حالت اعلان سو

کرونا: په امريکا کي بېړنی حالت اعلان سو

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ په سپينه ماڼۍ کي د کرونا وایرس له امله په دغه هيواد کي بېړنی حالت اعلان کړ.

ټرمپ تېره ورځ خبريالانو ته وويل، چي د کرونا وايرس خطر زموږ خاوري ته راغلی او موږ به ددې ناروغۍ پر کابو کولو برلاسي سو.

نوموړي وويل، چي د کرونا سره د مبارزې لپاره يې په مليونونو ډالر منظور کړي.

په امریکا کي د کرونا تر ټولو زیات کيسونه په واشنگټن کي ثبت سوي دي. په دغه ریاست کي د دې وایرس دلاسه ٣١ کسان مړه سوي دي.

د امریکي سي اېن اېن ټلوېزون وايي په امریکا کي د کرونا وایرس دلاسه ۴١ کسان مړه سوي او په هېواد کي د دې وایرس د ناروغانو شمیره ١٠٠٠ ته رسېدلې ده.

په امريکا کي د بېړني حالت د اعلان سره سم په دغه هيواد کي ټولي تعليمي ادارې او ځيني دولتي ادارې تړل سوي، د ګڼي ګوڼي پر ځايونو بنديز لګېدلی دی.