کور / راپور / امريکايي جنرال: که په افغانستان کي تاوتريخوالی کم نه سي، پوځيان نه باسو

امريکايي جنرال: که په افغانستان کي تاوتريخوالی کم نه سي، پوځيان نه باسو

د امريکا د مرکزي قومندانۍ مشر قومندان جنرال کينت مکينزي وايي، چي طالبان د تاوتريخوالي د کمېدو پر ژمنه نه دي درېدلي او اوس هم پر افغان ځواکونو سختي حملې کوي.

نوموړي تېره ورځ په پنتاګون کي خبريالانو ته وويل، چي فکر نه کوي په افغانستان کي دي جګړه په بشپړه ډول ختمه سي، اوس هم د طالبانو په بريدونو کي د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

نوموړي وويل، چي طالبان د امريکايي ځواکونو پر اډو او په لويو ښارونو کي بريدونه نه کوي، خو په ليري پرتو سیمو کي د افغان ځواکونو پر پوستو حملې کوي.

“ګومان نه‌کيږي چي دا حملې د پام وړ کمې سي. ښايي هېڅکله په افغانستان کي وینې بهېدنې تم نه‌سي. تاسو پوهېږئ چي په افغانستان کي اوس هم داسې ځایونه سته چي خلک‌ یې فکر کوي چي لا هم هلته روسان سته، نو هلته هېڅکله هر څه په کامل ډول سمېدای نه ‌سي، خو موږ ته په‌کار ده چي حالت تر خپله  وسه ښه کړو.”

هغه وويل، که د تاوتريخوالي په پېښو کي کموالی نه راغلی او يا هم افغان ځواکونو د ځان دفاع نه سوای کولای، نو ښايي امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي.