کور / #corona-crisis / کرونا: په افغانستان کي د نوروز مراسم لغوه سول

کرونا: په افغانستان کي د نوروز مراسم لغوه سول

په بلخ ولايت کي د کرونا وايرس د خپرېدو د خنيوي لپاره د نوی کال د نوروز مراسم ځنډېدلي او تعليمي ادارې او هغه پروګرامونه ځنډېدلي چي ګڼ کسان پکي راټولېږي.

د بلخ د والي مرستيال محمد بشير توحيدي وايي: “هوټلونو کې پروګرامونه او غونډې منع شوې او ایران او هند ته الوتوني هم لغوه سوي دي”.

له دې وړاندي هم په ارګ کي د عبدالعلي مزاري د تلين مراسم لغوه سول.

په افغانستان کي د کرونا د مثبتو پېښو شمېره لسو ته پورته سوې ده چي په هرات، بلخ او سمنګان ولايتونو کي ثبت سوي دي.

په افغانستان کي د کرونا وايرس لومړنۍ پېښه د ايران په څنګ کي پروت هرات ولايت کي ثبت سوه.

 ايراني چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي تر لسو زرو ډېر کسان په دې ناروغي اخته سوي او تر ۴۰۰ زيات يې مړه سوي دي.