کور / #corona-crisis / کرونا: په افغانستان کي ټول ښوونځي او پوهنتونه وتړل سول

کرونا: په افغانستان کي ټول ښوونځي او پوهنتونه وتړل سول

د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه په افغانستان کي ټول ښوونځي او پوهنتونونه د اپريل مياشتي تر ۱۹ نېټې پوري تړل سوي دي.

 په ستراتېژیکو چارو کې د افغان ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي چې د افغانستان د روغتیا او نورو اړوند وزارتونو دا غوښتنه کړې وه.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر کې لیکلي دي: “د افغانستان د عامي روغتیا، معارف، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګډ وړاندیز په اساس او د ولسمشر غني له منظورۍ وروسته، ټول دولتي او خصوصي تعلیمي موسسات به د وري/حمل تر ۳۱ ( اپریل ۱۹) پورې تړلي وي.”

بل خوا په ګاونډي ايران چي په نړۍ کي دريم هيواد دی چي په ډېر شمير کسان په کرونا ناروغي پکي اخته سوي، څو ورځي وړاندي ټولي تعليمي ادارې بندي کړي دي.

بل خوا  په بلخ ولايت کي د کرونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د نوی کال د نوروز مراسم ځنډېدلي او تعليمي ادارې او هغه پروګرامونه ځنډېدلي چي ګڼ کسان پکي راټولېږي.

د بلخ د والي مرستيال محمد بشير توحيدي وايي: “هوټلونو کې پروګرامونه او غونډې منع شوې او ایران او هند ته الوتوني هم لغوه سوي دي”.

له دې وړاندي هم په ارګ کي د عبدالعلي مزاري د تلين مراسم لغوه سول.

په افغانستان کي د کرونا د مثبتو پېښو شمېره لسو ته پورته سوې ده چي په هرات، بلخ او سمنګان ولايتونو کي ثبت سوي دي.

په افغانستان کي د کرونا وايرس لومړنۍ پېښه د ايران په څنګ کي پروت هرات ولايت کي ثبت سوه.

 ايراني چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي تر لسو زرو ډېر کسان په دې ناروغي اخته سوي او تر ۴۰۰ زيات يې مړه سوي دي.