کور / اقتصادي / د شمالي وزيرستان ځپل سوي سوداګر له رياست څخه تاوان غواړي

د شمالي وزيرستان ځپل سوي سوداګر له رياست څخه تاوان غواړي

په شمالي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ لخوا ځپل سوي کسان وايي، چي له رياست څخه يې د خپلو ړنګو سويو دوکانونو او مارکيټونو د تاوان غوښتنه کړې، خو پاکستانی رياست ورته بهانې کوي.

د خېبر ضلعې د باړې بازار د تاجرانو د اتحاديي مشر سيد اياز وايي چي د کال ۲۰۰۹ راهسې په علاقه کي د ترهګرۍ او پوځي عملياتو له امله تړل سوي مارکيټونه تراوسه بند پراته دي.

هغه وايي ځکه کاروباريان د حکومت نه غوښتنه کوي چي د دوی سره دې مالي مرستې وکړي.

هغه وويل”بغېر د پوښتنې دلته اپريشن شروع سو، مونږ چي د پاکستان جوړيدو نه راپه دېخوا څومره سرمايه وه په دې کي تقريبا ټوله ډوبه سوه، په دې کي ۱۳۰۰۰ نه زيات دوکانونه وو په باړې بازار کي دا ټول ډک پاتې سول خلکو نه، او ټوله سرمايه زموږ ډوبه سوله خو د حکومت له اړخه موږ سره هيڅ مرسته نه دی سوی، د سمېډا د طرف نه څه درخواستونه راغلي دي هغه مونږ جمع کړي دي او ۵۰۰۰ کسانوکي صرف ۳۷ تنانو ته امداد مېلاو سوی دی”.

کاروباريان وايي د خېبرپه څېر په نورو قبايلي ضلعو کي هم د خلکو غټ تاوانونه سوي دي.

سمېډا يا د ورړو کاروبارونو د پرمختګ د پاره جوړه اداره ده د دې ادارې د خېبر پښتونخوا مشر جاوېد خټک وايي چي خواوشا ۳۰زرو قبايلي کاروباريانو دوی ته د مرستودرخواستونه ورکړي دي.