کور / راپور / افغان حکومت د طالب بنديانو د خوشي کولو پرېکړه ځنډولې ده

افغان حکومت د طالب بنديانو د خوشي کولو پرېکړه ځنډولې ده

افغان حکومت د هغه طالب بنديانو د خوشي کولو حکم ځنډولی چي تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني صادر کړ. د ياد حکم له مخي ټاکل سوې وه چي پرون د شنبې په ورځ د طالب بنديانو د خوشي کولو لړۍ پيل سي. او هره ورځ بايد ۱۰۰ تنه بنديان خوشي سوي وای.

د مارچ پر ۱۰مه افغان حکومت د بندي طالبانو د بخښنې او خوشي کولو اعلان کړی وو. ولسمشر اشرف غني ویلي وو حکومت یې د ښه نیت له مخې د طالبانو د ۱۵۰۰ بندیانو د ازادولو پریکړه کړې او ۳۵۰۰ به یې له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو ورسته پرېښوول کیږي.

طالبانو د ولسمشر غني دا خبره رد کړې وه او ویلي یې وو چي د دوی ټول ۵۰۰۰ بندیان دې په یو وار خوشي کړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د طالب بندیانو خوشي کيدل یې ځکه ځنډولي چي وایي د بندیانو د خلاسون پر څرنګوالي کار روان دی. ښاغلی فیصل وایي:

“موږ تیار یو چي د بندیانو د خوشي کولو بهیر- څنګه چي د ولسمشر په فرمان کي راغلي- پیل کړو خو موږ به یو بندي هم تر هغه خوشي نه کړو تر څو موږ ته ضمانت را نه کړل سي چي دوی به بیا جګړې ته نه را ستنېږي”.

د دغه حکم د ځنډېدو په غبرګون کي تر دا مهاله طالبانو او امريکايانو څه نه دي ويلي، خو يو امريکايي چارواکي ويلي چي کيدای سي دا ځنډ په قطر کي د سولي هوکړه ليک ته زيان ورسوي.