کور / #corona-crisis / هسپانيې ټول هيواد قرنطين کړی ، د لومړي وزير مېرمن په کرونا اخته سوې

هسپانيې ټول هيواد قرنطين کړی ، د لومړي وزير مېرمن په کرونا اخته سوې

د هسپانيې حکومت اعلان کړی چي ټول هيواد د دوو اونيو لپاره بندوي او د ډېرو اړينو کسانو پرته هيچا ته اجازه نه ورکوي چي بهر ولاړ سي.

د حکومت لخوا په خپاره سوي اعلان کي ويل سوي، يواځي هغه کسانو ته به له کور څخه بهر د وتلو اجازه وي، چي درمل يا خوراکي توکي رانيسي او يا هم مرستندويه کسان وي.

هسپانيې دا ګام وروسته له هغه اخيستی چي په اروپا کي د کرونا وايرس څپو زور اخيستی او په ايټاليا کي په زرګونو کسان په دې وايرس اخته سوي دي.

د راپورونو له مخي د هسپانيې د لومړي وزیر مېرمن هم په کرونا ناروغي اخته سوې ده.

د امريکي د مېري لېنډ جان هوپکينز پوهنتون د شمېرو ترمخه دا وخت په نړۍ کي د کرونا نه د مړينو شمېره ۵۸۳۳ ده.

په دغو هېوادونو کي چي کرونا وايرس زيات خلک مړه کړي په اول نمبر چين ۳۰۸۵ مړه، په دوېم نمبر اټلي ۱۴۴۱، ايران ۶۱۱ او په څلورم نمبر سپېن دی چي ۱۹۶ تنه پکي د کرونا وايرس ه مړه سوي دي.

د جان هوپکينز پوهنتون ترمخه کرونا وايرس د نړۍ ۱۴۲ هېوادونو ته خواره سوي او يو لاک ۵۶ زره ۳۹۶ کسان يې اغېزمن کړي دي.

امريکا هم د کرونا له امله په دغه هيواد کي بېړنی حالت اعلان کړی او ټولي تعليمي ادارې يې بندي کړي دي.