کور / راپور / کندهار کي يو نفوذي کس څلور سيمه ايز پوليس وژلي دي

کندهار کي يو نفوذي کس څلور سيمه ايز پوليس وژلي دي

د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د طالبانو يو نفوذي کس څلور سيمه ايز پوليس وژلي او بريدکونکی له سيمي څخه تښتېدلی دی.

د کندهار د والي وياند بهير احمدي وايي، چي دغه پېښه نن سهار د ژړۍ ولسوالۍ په چارښاخه سيمه کي د محلي پوليسو په پوسته کي رامنځ ته سوې ده.

احمدي زياتوي، چي بريدګر د ځان سره ځيني وسلې هم وړي دي.