کور / #corona-crisis / ولسي جرګه: په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو شمېر کم ښودل کېږي

ولسي جرګه: په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو شمېر کم ښودل کېږي

د ولسي جرګې غړي وايي، چي په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو کم شمېر (درواغ) دي او حکومت اصلي شمېره له خلګو پټوي.

د کرونا وايرس اړوند ولسي جرګې ځانګړې ناسته جوړه کړې چي د عامې روغتیا، کډوالو چارو او د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت وزیران او چارواکي هم ورغوښتل سوي وه.

د افغانستان د روغتيا وزارت په ټول هيواد کي تراوسه د ۱۶ کسانو مثبت کرونا تاييد کړې ده، چي ډېری کسان په هرات کي او همداراز په سمنګان، بلخ، کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې هم یوه یوه پېښه ثبت سوې ده.

خو د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چي دا شمېره ( دروغ ) ده او په کرونا د اخته کسانو شمېر له خلګو پټ ساتل کېږي. خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز یې په ځواب کې وايي: “موږ ولې دروغ ووایو، دا مسله د یو او بل په ملامتولو نه حل کېږي، دا یوه نړیواله پدیده ده.”

بل خوا د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه په افغانستان کي ټول ښوونځي او پوهنتونونه د اپريل مياشتي تر ۱۹ نېټې پوري تړل سوي دي.

 په ستراتېژیکو چارو کې د افغان ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي چې د افغانستان د روغتیا او نورو اړوند وزارتونو دا غوښتنه کړې وه.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر کې لیکلي دي: “د افغانستان د عامي روغتیا، معارف، لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګډ وړاندیز په اساس او د ولسمشر غني له منظورۍ وروسته، ټول دولتي او خصوصي تعلیمي موسسات به د وري/حمل تر ۳۱ ( اپریل ۱۹) پورې تړلي وي.”

بل خوا په ګاونډي ايران چي په نړۍ کي دريم هيواد دی چي په ډېر شمير کسان په کرونا ناروغي پکي اخته سوي، څو ورځي وړاندي ټولي تعليمي ادارې بندي کړي دي.

بل خوا  په بلخ ولايت کي د کرونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د نوی کال د نوروز مراسم ځنډېدلي او تعليمي ادارې او هغه پروګرامونه ځنډېدلي چي ګڼ کسان پکي راټولېږي.

د بلخ د والي مرستيال محمد بشير توحيدي وايي: “هوټلونو کې پروګرامونه او غونډې منع شوې او ایران او هند ته الوتوني هم لغوه سوي دي”.

له دې وړاندي هم په ارګ کي د عبدالعلي مزاري د تلين مراسم لغوه سول.

په افغانستان کي د کرونا د مثبتو پېښو شمېره لسو ته پورته سوې ده چي په هرات، بلخ او سمنګان ولايتونو کي ثبت سوي دي.

په افغانستان کي د کرونا وايرس لومړنۍ پېښه د ايران په څنګ کي پروت هرات ولايت کي ثبت سوه.

 ايراني چارواکي وايي چي په دغه هيواد کي تر لسو زرو ډېر کسان په دې ناروغي اخته سوي او تر ۴۰۰ زيات يې مړه سوي دي.