کور / #corona-crisis / په ايران کي د کرونا له امله ۱۰ افغان کډوال مړه سوي دي

په ايران کي د کرونا له امله ۱۰ افغان کډوال مړه سوي دي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چي په ايران کي د کرونا ناروغي له امله ۱۰ تنه افغانان مړه سوي دي.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، چي په ايران کي دغه افغانان د قرنطين په حالت کي مړه سوي او خاورو ته سپارل سوي دي.

ښاغلي بلخي چي نن يې د ولسي جرګې په استماعيه غونډه کي وينا کول وویل، چي په ايران کي په کرونا د اخته افغانانو دقيق شمېر مالوم نه دی.

دا پر داسي مهال ده چي هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته را اوړي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، چي تراوسه په افغانستان کي د کرونا ۱۶ مثبتي پېښي رامنځ ته سوي دي.

خو د ولسي جرګې غړي وايي، چي په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو کم شمېر (درواغ) دي او حکومت اصلي شمېره له خلګو پټوي.

د کرونا وايرس اړوند ولسي جرګې ځانګړې ناسته جوړه کړې چي د عامې روغتیا، کډوالو چارو او د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت وزیران او چارواکي هم ورغوښتل سوي وه.

د افغانستان د روغتيا وزارت په ټول هيواد کي تراوسه د ۱۶ کسانو مثبت کرونا تاييد کړې ده، چي ډېری کسان په هرات کي او همداراز په سمنګان، بلخ، کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې هم یوه یوه پېښه ثبت سوې ده.

خو د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چي دا شمېره ( دروغ ) ده او په کرونا د اخته کسانو شمېر له خلګو پټ ساتل کېږي. خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز یې په ځواب کې وايي: “موږ ولې دروغ ووایو، دا مسله د یو او بل په ملامتولو نه حل کېږي، دا یوه نړیواله پدیده ده.”