کور / علمي / يو ښه فکر، يوه ښه پايله لري!

يو ښه فکر، يوه ښه پايله لري!

ليکوال:  ح، حقوېش،

غلامي يو داسې بدمرغه رنځ دى چي ستا هر دړد او فرياد به تاته ښه ښکاري، سترګې به دې پټي وي، او په پټو سترګو به هرڅه درته ښه او ښکلي ښکاري. کوم عکس چي تاسو ګورئ دا د سهيلي پښتونخوا د لورالائي د ښار عکس دى. دا مخته يې چي يې شنې ونې مالوميږي او ډنډ اوبه چي ورته ولاړي دي، دا د پاکستان په سناه مجلس کي د يوه سناتور کور دى. چي دا يې د کور د مخې حالات دي.
څه موده مخکې د ژمي د بارانونو او واورو په وخت كي په لورالائي کي د بارګينو(شورمانو) والا مظاهره وکړه چي اړونده ادارې يا لوړ پوړي چارواکي دي دا سړک ورته جوړ کړي، نيمه ورځ يې لوى بازار ته لار بنده کړې وه، رنځوران او اړمن خلک له نورو ناممکنو لارو بازار ته تلل چي سفر يې ډير ورته ستونزمن کړى وو، په سبا ورځ يوې ادارې پنځوس يا شپېته لوډه خاوره په ټکټرونو کي راوړه په دې کډيو کي يې په ولاړو اوبو کي واچوله چي ټوله لار سلش شوه مطلب خټه شو داسې خټه شوه لکه سريش هيڅ نه اوچېدله. خو ددې شورمانو والا هر ځاى کي سينې ډبولې چي دا زموږ زور او مظاهره وه چي اړوند چارواکي مو دې ته اړ کړل چي په ياد سړک کي خاورې واچوي، او راته سم يې کړي. يوه د ښه فکر خاوند راته ويل: په دې ټوله خاوره له 60000 کلدارو زيات مصرف نه دى راغلى، او ما دې خلکو ته مشوره ورکړه چي خلکو تاسو د شورمانو والا روپۍ سره يوځاى کړئ او دا خاوره واچوئ بيا مظاهره وکړئ له اړوند ادارو او چارواکو د پاخه سړک غوښتنه وکړئ، هغه به خامخا دا کار کوي ځكه تاسو به لږ څه نه غلطوي خو دوى راسره ونه منله او په دې يې وياړ کاوه چي موږ په دولت د مظاهرې په زور د سړک د خاورې کار وکړ. څو ورځي وروسته چي بيا باران او واوره وشوه نو دا خاوره داسې خټه شو چي موټران تر سينې پکښې بند شول، په دهکو او رسيو يې له خټو ايستل. له دې سره چي ډيري ستونزي يې وګاللې خو دا خاوره بيا په ژورو ژورو کډيو بدل شول، چي اوسنيو بارانونو يې حالت تر پخوا لا وربد کړ چي حالت يې تاسو خپله په عکسونو کي هم ليدلى شئ.


خو اوس هم هغه خلک په رڼو رڼو سترګو هر ګهيځ او ماښام دې کډيو ته ګوري خو څه کولى نشي. دوى که دا کار په لومړيو کي خپل حق بللى واى او د خپلو نومونو لپاره نه د خپل حق لپاره سړک ته راوتلي واى اوس به يې خپله ناکامي په سترګو نه ليدله نه به يې ستونزي ګاللى، نه بيا بيا ځلي سړکونه ته راوتل.
تاسو خپله هم فکر وکړئ چي د يوه فعال سناتور د کور د مخې دا حالات وي، او بيا چي کوم خلک راوځي او هغه په ډېر لږ څه ځان پوره بولي. نو دا خلک به تاسو ته څه ډول ښکاري، يا خو به وايي چي هيڅ فکر نه لري ليوني دي، يا به وايي چي په هر څه پوهيږي يو څوک يې نه غواړي چي مخته يې پريږدي او دوى ورسره په دې قناعت کړى دى.