کور / #corona-crisis / کندهار کي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه غونډه جوړه سوه

کندهار کي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه غونډه جوړه سوه

د کندهار والی حیات الله حیات په مشري د یکشنبې په ورځ ولایت مقام کي د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د عامي روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندي کولو مرستیال فدا محمد پیکان ترڅنګ د یو شمېر دولتي ادارو او مرستندویه مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د غونډي په پیل کي د عامي روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندي کولو مرستیال فدا محمد پيکان وویل، کرونا ویروس د نړۍ په اکثرو هېوادنو کي په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کي دی او تر اوسه په افغانستان کي ۱۱ مثبتي پېښې ۵ په هرات، ۳ سمنګان، یوه په بلخ، دایکندي او کاپیسا ولایتونو کې ثبت سوې ده.

هغه زیاته کړه، هره ورځ له ایران څخه هرات، نمیروز او فراه ولایتونو ته ۱۶۰۰ کسان راستنېږي او د هېواد په بېلابېلو برخو کي خپلو سیمو ته روان دي، چي د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کي جدي هڅي رواني دي.

د عامي روغتیا مرستیال د دغه ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره د علماوو، ځوانانو، مدني فعالانو او رسنیو له لاري عامه پوهاوی اړین وباله او د سلوک پر تغییر او حفظ الحصي پر جدي مراعت یې ټینګار وکړ.

وروسته د عامي روغتیا رئیس ډاکټر طاووس اشرف نادري وویل، موږ د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، د عامه پوهاوی پروګرامونه دوام لري او تر اوسه په دغه ولایت کي کومه مثبته پېښه نه ده ثبت سوې.

په غونډه کي د ۲۰۵ اتل قول اردو روغتون قومندان ډګروال ډاکټر محمد صادق وردګ د خبرو پر مهال وویل، د کرونا ناروغۍ د درملني لپاره یې ۳۰ بستریز واټ ځانګړی کړي او د عامه پوهاوي پروګرامونه یې دوام لري.

ورپسې د ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم رضايي د ښار په پنځلسو ناحیو کي د عامه پوهاوي په موخه د پوسټرونو د نصب خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چي د مشورتي بورډ غړو او صنفي اتحادیو مسؤلینو سره یې د عامه پوهاوي په موخه بېلابېلي ناستي ترسره کړي دي.

په ورته وخت کي د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وویل، چي د علماوو شورا او حج اوقاف ریاستونو په ګډه د علماوو په مرسته د عامه پوهاوي غونډي ترسره کړي او لا به هم دا هڅي پراختیا ومومي.

د دوی تر څرګندونو وروسته کندهار والي حیات الله حیات د عامه پوهاوي د کچي لوړولو اړوند په ټینګار سره وویل، د اداري مجلس د پرېکړې په اساس اړوند ریاستونه باید د وقایوي خدمتونو لپاره کمېټه جوړه او د علماوو، رسنیو او عامو ولسونو لخوا دې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه هر اړخیز اقدامات وسي.

کندهار والي د اطلاعاتو او کلتور رئیس او ملي راډیو تلویزیون امر ته لارښونه وکړه، چي د رسنیو مسؤلینو سره په همغږۍ د دغه ویروس د مخنیوي په موخه په ټولنیزو رسنیو، راډیوګانو، تلویزیونو او اخبارونو کي د عامه پوهاوي غږیز او انځوریز مطالب خپاره کړي.

ښاغلي حیات دغه راز د ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم رضايي ته سپارښتنه وکړه، چي په سالونو کي د ودونو او نورو هغو مراسمو، چي د ګڼه ګوڼي لامل ګرځي، مخنیوي وکړي. همدارنګه یې له دیني علماوو غوښتنه وکړه، چي له دیني اړخه ولسونو ته د ممبر له لاري د عامه پوهاوی په موخه معلومات ورکړي.

کندهار والي دغه راز د عامي روغتیا وزارت څخه د روغتیايي خدمتونو او مسلکي ټیمونو د زیاتېدو غوښتنه وکړه، چي د عامي روغتیا وزارت مرستیال له لوري د همکارۍ ډاډ ورکول سو.

په غونډه کي یو شمېر نورو ګډونوالو هم خبري وکړې او د موضوع اړوند یې خپل نظرونه، غوښتني او وړاندیزونه شریک کړل.