کور / #corona-crisis / افغانستان کي د کرونا نوي پېښي ثبت سوي دي

افغانستان کي د کرونا نوي پېښي ثبت سوي دي

روغتيايي مسؤولين وايي، چي په افغانستان کي د کرونا پنځه نوي پيښي ثبت سوي دي چي په دې سره په ټول هيواد کي د کرونا مثبت پېښو شمېر ۲۱ ته ورسېدی.

د چارواکو په خبره، تازه پيښي په هرات کي دوې، په لوګر کي دوې او په بادغيس کي يوه پېښه ثبت سوې ده.

دا مهال په هرات کي ۱۲ په سمنګان کي ۳ په لوګر کي ۲ او په بادغيس، کاپيسا، بلخ او دايکندي ولايتونو کي يوه يوه پېښه ثبت سوې ده.

روغتيايي مسؤولين وايي، چي په افغانستان کي په کرونا اخته کسان ټول د ايران څخه راغلي او يا يې هم د هغه کسانو سره له نږدې په تماس کي سوي چي له ايران څخه راغلي دي.

بل خوا د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چي په ايران کي د کرونا ناروغي له امله ۱۰ تنه افغانان مړه سوي دي.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، چي په ايران کي دغه افغانان د قرنطين په حالت کي مړه سوي او خاورو ته سپارل سوي دي.

ښاغلي بلخي چي نن يې د ولسي جرګې په استماعيه غونډه کي وينا کول وویل، چي په ايران کي په کرونا د اخته افغانانو دقيق شمېر مالوم نه دی.

دا پر داسي مهال ده چي هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته را اوړي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، چي تراوسه په افغانستان کي د کرونا ۱۶ مثبتي پېښي رامنځ ته سوي دي.

خو د ولسي جرګې غړي وايي، چي په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو کم شمېر (درواغ) دي او حکومت اصلي شمېره له خلګو پټوي.

د کرونا وايرس اړوند ولسي جرګې ځانګړې ناسته جوړه کړې چي د عامې روغتیا، کډوالو چارو او د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت وزیران او چارواکي هم ورغوښتل سوي وه.

د افغانستان د روغتيا وزارت په ټول هيواد کي تراوسه د ۱۶ کسانو مثبت کرونا تاييد کړې ده، چي ډېری کسان په هرات کي او همداراز په سمنګان، بلخ، کاپیسا او دایکندي ولایتونو کې هم یوه یوه پېښه ثبت سوې ده.

خو د ولسي جرګې ځيني غړي وايي چي دا شمېره ( دروغ ) ده او په کرونا د اخته کسانو شمېر له خلګو پټ ساتل کېږي. خو د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز یې په ځواب کې وايي: “موږ ولې دروغ ووایو، دا مسله د یو او بل په ملامتولو نه حل کېږي، دا یوه نړیواله پدیده ده.”