کور / #corona-crisis / کوټه کي ۱۰ کسان په کرونا اخته سوي دي

کوټه کي ۱۰ کسان په کرونا اخته سوي دي

د کوزي پښتونخوا څخه راپورونه وايي، چي په کوټه کي ۱۰ کسان په کرونا وايرس اخته سوي دي چي څلور تنه د کوټي، دوه د سيند او څلور کسان د نورو سيمو دي.

روغتیايي مسؤولين وايي، چي له ایران څخه راستانه سوي کسان يې ټيسټ کړي او ۳۰۰ کسان يې د لابراتوار وروسته خپلو کورونو ته لېږلي دي.

بل خوا په خيبر پښتونخوا کي هم د کرونا د مثبتو پېښو خبر ورکول سوی دی، خو ځايي مسؤولين وايي چي هلته په کرونا هيڅوک نه دي اخته سوي.

دا مهال د نړۍ په ۱۲۰ هيوادونو کي تر يونيم لک زيات کسان په کرونا وايرس اخته سوي او تر ۶۰۰۰ زيات کسان ترې مړه سوي دي.