کور / #corona-crisis / کرونا: تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده سوه

کرونا: تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده سوه

د ننګرهار چارواکي وايي، چي د کرونا وايرس د مخينوي په موخه پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه د هر ډل تګ راتګ لپاره وتړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي د نن دوشنبې د سهار څخه پاکستاني منسوبين پر تورخم دروازه هيچا ته د تګ اجازه نه ورکوي.

له دې وړاندي د بولدک – چمن دروازه هم د دوو اونيو لپاره بنده سوې وه او پرون د بنديز موده ۱۵ ورځي نوره هم تمديد سوه.

دا مهال په افغانستان کي د کرونا دپېښو شمېر ۲۱ ته رسېدلی او په پاکستان کي بيا دا شمېره جګه ده.

په سيمه کي تر ټولو ډېر ځپل سوی هيواد ايران دی چي په زرګونو کسان په دې وايرس اخته سوي او په سلګونو مړه دي.