کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ دوه غړي له بند څخه ازاد سول

د پښتون ژغورني غورځنګ دوه غړي له بند څخه ازاد سول

د پښتون ژغورني غورځنګ د سهيلي پښتونخوا دوه نور غړي ذوالقرنین باچا او اؤیس ابدال نن له بند څخه راخلاص کړل سول.

دوی دواړه  د نورو ملګرو سره يو ځای په لورلايي کي د ارمان لوڼي د تلین جلسې څخه وروسته چمن ته پر لاره وو چي د ریاست او فوج په اشاره د آی ایس آی مخ پټو کسانو په زور او تشدد له لاري راوګرځول او بندیان یې کړل.

په نیول سوو کسانو کي ملابهرام او قاسم اڅګزی هم وو چي هغوی دواړه څو ورځي مخکي راخلاص کړل سول.

د پښتون ژغورني غورځنګ په محکوم وطن کي د پاکستان دولت، پوځ او استخباراتي ادارو لخوا پر پښتنو د نسل وژني، انساني حقونو تر پښو لاندي کیدو او ظلمونو پر وړاندي سوله ایزه مبارزه کوي چي د دولت لخوا په بېلابېلو بهانو د تشدد او ستونزو سره مخامخ کیږي.

د یادوني وړ ده چي حنیف پښتين، عالمګیر وزیر او غزنوي مسید اوس هم د فوج او ریاست په اشاره په دروغجنو بهانو په جېلونو کي بندیوان کړل سوي دی.