کور / #corona-crisis / افغانستان کي د کرونا پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلي دي

افغانستان کي د کرونا پېښو شمېر ۲۲ ته رسېدلي دي

 د هرات ولايت روغتيايي مسؤولين وايي، چي په دغه ولايت کي د کرونا بله مثبته پېښه تاييد سوې ده. په دې سره په افغانستان کي ددې په دې وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۲ ته رسېدلی دی.

 بل خوا د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چي په ايران کي د کرونا ناروغي له امله ۱۰ تنه افغانان مړه سوي دي.

د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، چي په ايران کي دغه افغانان د قرنطين په حالت کي مړه سوي او خاورو ته سپارل سوي دي.

ښاغلي بلخي چي نن يې د ولسي جرګې په استماعيه غونډه کي وينا کول وویل، چي په ايران کي په کرونا د اخته افغانانو دقيق شمېر مالوم نه دی.

دا پر داسي مهال ده چي هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته را اوړي.

په پاکستان کي بيا د کرونا وايرس پېښي تر ۱۸۰ اوښتي دي.

د امریکا جان هوپکېنز پوهنتون چي په نړۍ کي د کرونا وايرس شمېرې راټولوي، وايي دا وخت کرونا وايرس د نړۍ ۱۴۸ هېوادونو ته رسېدلي، ۶۵۱۳ کسان يې مړه کړي دي.