کور / #corona-crisis / د روغتيا وزير: کرونا وايرس ملي ناورين پېښولای سي، د ډاکټرانو په سپارښتنو عمل وکړئ

د روغتيا وزير: کرونا وايرس ملي ناورين پېښولای سي، د ډاکټرانو په سپارښتنو عمل وکړئ

د افغانستان د روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز ويلي، چي افغانستان په روغتيايي بېړني حالت کي دی او که جدي پاملرنه ونه سي کرونا وايرس به په يو ناورين واوړي.

ښاغلي فيروز يوې غونډي ته د وينا پر مهال وويل، دا مهال په افغانستان کي د کرونا ۲۱ مثبتي پېښي رامنځ ته سوي دي او يوه هم تر څېړني لاندي ده چي ډېری پېښي د ايران په ګاونډ هرات ولايت کي پېښي سوي دي.

هغه زیاتوي، افغانستان په روغتیايي بیړني حالت کي دی او ټول روغتیايي کارکوونکي له دې وایروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کي قرار لري.

هغه زیاته کړه: “موږ له یو ملي ګواښ سره مخ یوو، د عامې روغتیا وزارت له دې بدې پدیدې سره د مبارزې یو مهم ادرس دی، پر خلکو هم غږ کوم چي هر یو مو یوه رسنۍ شئ، هر یو مو یو روغتیايي مبلغ شئ، زموږ ساده پیغامونه نورو ته ورسوئ او پرې عمل وکړئ، څو خپل خلک له دې شر څخه وژغورو.”

 بل خوا په هرات کي روغتيايي مسؤولينو ويلي، چي په دغه ولايت کي يې د کرونا يوه بله مثبته پېښه موندلې ده چي په دې سره په افغانستان کي د کرونا رسمي تاييد سوي پېښي ۲۲ ته رسېدلي دي.