کور / #corona-crisis / په امريکا کي د کرونا ضد واکسين لومړنۍ ازموينه ترسره سوه

په امريکا کي د کرونا ضد واکسين لومړنۍ ازموينه ترسره سوه

د امريکا په واشنګټن ايالت کي تېره ورځ د کرونا واکسين لومړۍ تجربه وسول او ډاکټرانو د يوې رضاکاري په مټ کي ستن ولګول.

دا لومړی ځل دی چي د کرونا وايرس ضد واکسين تر جوړولو وروسته ازمويل کيږي.

د دوشنبې په ورځ (مارچ۱۶) د واشنګټن ایالت د سیاتل د کایزر پرمېننټې واشنګټن په انستیتوت کي ډاکټرانو یو رضاکار ځوان واکسین کړ. د هغه په مټ کي یې ستنه ولګوله.

د اسوشیتدپرس خبري آژانس خبریال چي هلته و، وايي ‌چي ځینې نور رضاکاره ځوانان هم په لیکو کي ولاړ وو.

اوس د دغه واکسین جانبي‌ عوارض او نتیجه څېړل کیږي. د کایزر پرمېننټي د تحیقاتي ډلې مشرې ډاکټره لیسا جکسن وايي: “هر څو تر خپلې وسې کوښښ‌کوي‌چي په دغه بیړني‌حالت کي یو کار وکړي.”

جینیفر هالر چي په خپله خوښه غواړي دا واکسین پرې وازمایل سي ووویل: “موږ ټول داسې فکر کوو چي بې وسه یو. دا زما لپاره یو فوق العاده فرصت دی چي یو څه وکړم.”

۴۵رضاکار ځوانان راټول سوي‌ چي دا واکسین پرې وازمایل سي، دوی په کروناویروس اخته نه دي‌ او نه به د واکسین له واکسین وروسته پرې اخته سي، دوی ته په یوې میاشتې کي دوه واکسینونه کیږي.

په امتحاني ډول د دغه واکسین د تطبیقولو هدف دا دی چي جانبي اغیز او عوارض یې ولیدل سي چي بیا اصلي تطبیق ته یې لار پرانیستل سي.

د روغتیا چارواکي وايي چي شاوخوا ۱۸میاشتې وخت اخلي چي د کروناویروس ضد پوره واکسین جوړ سي.