کور / راپور / نبيل: د افغانستان په شمالي ولايتونو کي وسلې وېشل کېږي

نبيل: د افغانستان په شمالي ولايتونو کي وسلې وېشل کېږي

د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئيس رحمت الله نبيل وايي، چي په شمالي ولایتونو کي ځيني کړۍ وسلې ويشي او په دې سره به افغانستان يوې بلي نيابتي جګړې ته ورننوځي.

ښاغلي نبيل چي تېره ورځ يې په کابل کي يوې غونډي ته خبري کولې وویل، چي که په افغانستان کي د سولي پروسه ناکامه نو نوري ډلي به د ګاونډيو هيوادونو نيابيتي جګړې ته دوام ورکړي.

هغه وویل: “په شمال کي وسلې یو تعداد په دې خاطر ویشي چې په دوی حق کي بی عدالتي شوي او که چیرې دوی څه اقدامات کوي د یوه ټیم پالسي نه ده، اما دا څلویښت کاله دا تاوتریخوالی او وسله هر چا کور کي، بعضې محلي قوماندان او بعضې بهرنۍ کړۍ، او دا وایم چې په شمال ولایتونو کي وسلې ویشل کیږي.”

ښاغلي نبيل پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسليک سوې چي له مخي به يې طالبان پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي او په مقابل کي به يې امريکايي ځواکونه په۱۸ مياشتو کي له افغانستان څخه وځي.