کور / اقتصادي / ولسمشر غني: د بيو د کنټرولولو لپاره غنم او غوړي بازار ته وړاندي کوو

ولسمشر غني: د بيو د کنټرولولو لپاره غنم او غوړي بازار ته وړاندي کوو

افغان ولسمشر اشر ف غني وايي، چي په نږدې راتلونکي کي به له هند څخه ۷۵۰۰۰ ټنه غنم وارد سي چي په دې سره به په بازار کي د خوراکي توکو بيي هم کنټرول سي.

ښاغلي غني نن يوې غونډي ته په وینا کي وویل، چي افغانستان د خوراکتوکو له کمښت سره نه دی مخ او پر خلګو يې ږغ وکړ چي پر اوازو باور ونه کړي، چي د ناروا ګټي اخيستلو ته لار هواروي.

ولسمشر غني پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي، چي د کرونا ناورغي د خپرېدو له وېري ګاونډيو هيوادونو د افغانستان سره پولي تړلي دي.

د پولو بندېدلو په خلګو کي دا ګنګوسه اچولې چي په بازار کي خوراک توکي کمېږي او له همدې امله خوراکي توکي خورا ګران سوي دي.

ویل کيږي پنځوس کیلويي بوجۍ اوړه په څو ساعتونو کي له ۱۵۰۰ افغانیو ۲۵۰۰ افغانیو ته پورته سوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، ګران پلورل او احتکار د قانون خلاف دي او له پولیسو یې غوښتي چي له سرغړوونکو سره سخت چلن وکړي.

نوموړی له خلکو غواړي چي د سرغړونو لیدو سره د پولیسو ۱۱۹ شمېر ته زنګ ووهي او خپل شکایت وکړي.