کور / #corona-crisis / پاکستان کي د کرونا پېښي ۱۹۲ ته پورته سوي دي

پاکستان کي د کرونا پېښي ۱۹۲ ته پورته سوي دي

په پاکستان کې د کرونا وايرس پېښې  ۱۹۳ ته رسېدلي دي،‌ یواځې په سند ایالت کي دغه شمیره ۱۵۵ ته رسېدلې.

د سند صوبې د روغتيا محکمه وايي په دغه ايالت کي د کرونا وايرس د ناروغانو شمېره ۱۵۵ ته ورسېده.

يادي محکمې ويلي په لومړيو ۳۶ پېښو کي دوه ښه سوي او د ۳۴ درملنه روانه ده، ويل سوي په سکهر کې د ۲۳۴ زایرينو ټېسټونه سوي په ۱۱۹ کي د کرونا وايرس پخلی سوی او په ۱۱۵ پاک راغلي دي.

په صوبه کې کې د کرونا وايرس دا وخت ټولې پېښې ۱۵۵ دي.

 په افغانستان کي هم د کرونا وايرس  شمېره ۲۲ ته رسېدلې ده.

 د امریکا جان هوپکېنز پوهنتون وايي دا وخت کرونا وايرس د نړۍ ۱۵۵ هېوادونو ته رسېدلې، ۷۱۵۵ کسان يې مړه کړي دي.