کور / #corona-crisis / کندهار والي: د کرونا د تشخیص لپاره بشپړ تدابیر نیول سوي

کندهار والي: د کرونا د تشخیص لپاره بشپړ تدابیر نیول سوي

د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د سې شنبې په ورځ ولایت مقام کي د اضطرار کمېټې نوبتي غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکرېزوال او د یو شمېر دولتي ادارو او مرستندویه مؤسسو رئیسانو او استازیو ګډون کړی وو.

د غونډې ډېره برخه دکرونا ویروس د مخنیوي په موخه تدابیرو ته ځانګړې سوه او په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات وویل، له نېکه مرغه تر اوسه په دې ولایت کي د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت سوې، خو هره ورځ د ایران سلګونه مسافر د فراه، هرات او نیمروز ولایتونو څخه د کندهار په لار خپلو سیمو ته روان دي او د تشخیص او درملني لپاره یې بشپړ تدابیر نیول سوي دي.

کندهار والي څرګنده کړه، پر کرونا ویروس د اخته شکمنو کسانو لپاره د عینومېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کي ۱۰۰ بستریز واټ ځانګړی سوی، چي د دغه ویروس د نښو د څرګندېدو سره سم به هلته قرنطین او تر درملني لاندي نیول کېږي.

ښاغلي حیات د عامه پوهاوي کچي لوړولو ته په اشارې وویل، د جمهوررئيس محمداشرف غني په هدایت ټولي اړوندي دولتي او نادولتي ادارې باید د علماوو، ځوانانو، ټولنیزو رسنیو او د ټولني بېلابېلو اقشارو په مرسته د عامه پوهاوي کچه لوړه او د وقایوي خدمتونو په وړاندي کولو کي پراخه ونډه واخلي او په خبره یې ملي راډیو ټلویزیون ته دنده سپارل سوې، څو له دیني اړخه د عامه پوهاوي لپاره د دیني علماوو ږغیز او تصویري پيغامونه وخت پر وخت نشر ته وسپاري.

کندهار والي په ټینګار له ولسونو غوښتنه وکړه، چي د ودونو، خوښۍ مراسمو، مېله ځایونو او د ټولو هغو پروګرامونو له جوړېدو ډډه وکړي، چي د ګڼه ګوڼي سبب ګرځي.

کندهار والي د ملي امنیت او امنیه قومندانۍ استازي ته لارښوونه وکړه، چي د ښار په دخولي دروازو، هوټلونو، مسافر خانو او نورو سیمو کي له بهرنیو هېوادنو په ځانګړي ډول له ایران څخه راستنېدونکې کورنۍ او مسافر په نښه او د تشخیص په موخه د عامي روغتیا ریاست موظف ټیم خبر کړي.

کندهار والي تولو دولتي ادارو ته سپارښتنه وکړه، چي د احتیاطي تدابیرو، عامه پوهاوي او وقایوي خدمتونو په موخه سر له سبا د خپلو مراجعینو لپاره دست‌شويي کېږدي، څو د دغه ویروس د مخنیوي چاري عامي او ولس د تشخیص لپاره تشویق سي.

کندهار والي دغه راز وویل، چي د احتکار او نرخونو د کنټرول په موخه یې سوداګرۍ خوني او سوداګرو سره ناسته کړې او هیڅ عمده او پرچون پلورونکي  د ښاروالۍ د نرخنامې خلاف په لوړه بیه توکي نه سي پلورلای.

وروسته د عامي روغتیا رئیس ډاکټرطاووس اشرف نادري وویل، د ښار او ولسوالیو په کچه د ټولو روغتیايي ټیمونو تمرکز د کرونا ویروس د مخنیوي او د مسافر او راستنېدونکو کورنیو پر تشخیص ډېر سوی او تازه نن سهار په هوټلونو کي د مېشتو مسافرو د تشخیص لپاره درې ټیمونه ګمارل سوي دي.

نادري زیاته کړه، عامي روغتیا وزارت څخه یې د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د ځینو روغتیايي تجهیزاتو او د فراه، هرات او نمیروز له لاري کندهار ته د راداخلېدونکو مسافرو د تشخیص په موخه یې په ژړۍ ولسوالۍ کي د کمپ د جوړېدو غوښتنه کړې، چي په مرسته به یې تدابیر لا پیاوړي سي.

په غونډه کي کندهار والي مرستندویه مؤسسو او اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چي د میانشین ولسوالي ۱۳۰ بې ځایه سویو کورنیو او د تېرو بارانونو او جګړو له کبله زیانمنو کسانو سره د سروې په  اساس د مرستو لړۍ پیل کړي.

ښاغلي حیات د پېښو پر وړاندي د چمتووالي ادارې استازي ته هدایت وکړ، چي د جمهوررئیس له لوري سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرسته سویو ۷۰ میلیونه پاته برخي لپاره جمهوري ریاست ته وړاندیز ولېږي.

په غونډه کي د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست استازي د سېلاب ځپلو او بې وزله کورنیو ته د مرستو د وېش لنډ راپور شریک کړل او ترڅنګ یې د تېرو بارانونو او جګړو له امله زیانمنو کسانو سره د مرستو په موخه د خوراکي توکو د شتون ډاډ څرګند کړ.

په غونډه کي یو شمېر نورو ګډونوالو هم خبري وکړې او د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کي یې خپل وړاندیزونه، غوښتني او نظریات شریک کړل.