کور / #corona-crisis / سعودي عربستان د کرونا مخنيوي په موخه جوماتونه د موقت وخت لپاره بند کړل

سعودي عربستان د کرونا مخنيوي په موخه جوماتونه د موقت وخت لپاره بند کړل

سعودي عربستان د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه د موقت وخت لپاره جوماتونه تړلي دي.

په سعودي کي تر دا مهاله د کرونا ۱۷۱ مثبت پېښي ثبت سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي سعودي عربستان راتلونکې اوونۍ د جي ۲۰ اقتصادي هيوادونو د غونډي کوربتوب هم کوي.

له دې وړاندي په قطر او کويټ کي هم د جوماتونه بند سوي او خلګو ته سپارښتنه سوې چي په کورونو کي لمونځونه وکړي.