کور / #corona-crisis / کرونا ویروس که دچین او امریکې اقتصادي سیالۍ !

کرونا ویروس که دچین او امریکې اقتصادي سیالۍ !

ډاکټر انتظار احمد همدرد

چین او امریکې د خپلو سوداګریزو سیالیو په خاطر ټوله نړۍ د کرونا یا وهان ویروس له تهدیدونو سره مخ کړي، د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند یې واخیسته او د میلیونونو انسانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي .

د * تیاره سترګې* په نوم کتاب چې د مشهور امریکایي لیکوال ډین کونټز خورا زیات پلورل شوې ناول دی، له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې دمې میاشتې په ۱۰مه خپور شوې وو .

د کتاب په درېیم فصل کې راځي چې د لي چین په نوم چینایي ساینسپوه په لومړي ځل سره د کرونا ویروس دبیولوژیکې اسلحې په ډول د وهان ۴۰۰ نومې څیړنیز لابراتوار کې رامنځته کوي . دغه میکرو اورګانیزم د سټرین جوړښت له مخې یوازې د انسانانو ژوند ګواښوي ، او په دې ډول د شلمۍ پیړۍ ناورین نړۍ ته پیژني حال دا چې دلیکوال له قوله ( چین هڅه کوله چې په اقتصادي برخه کې امریکې زیانمن کړي . )

د امریکې هیواد دغه ویروس د وهان ویروس اوچینایانو یې د کرونا ویروس په نوم سره یادوي ، په دې ورځو کې دواړه هیوادونه لګیاه دي ، یوبل دویروس په خپرولو تورنوي .

ان ننۍ نړۍ له خپلو پرمختللي وسایلو سره د ډیرو پیژندل شوي ناروغیو په پیژندلو کې له ستونزو سره مخ دي پس دوی له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې څنګه دیوې ناروغۍ

(کرونا ویروس یا وهان ویروس) دناروغۍ نښې ، تشخیص ، اپیډمیولوژي ، درملنه او د خپریدو ځای او کال … له اوسنۍ تشخیص شوي اصلي ویروس سره څنګه کاملا ورته والۍ لري !؟

په کتاب کې راځي “ چې ددې ناروغۍ نښې به د نیمونیا په څیر وي اود انټي بایوټیکونو کارونه یې درملنه نشې کولی ، او ګرمه اوبو او هوا کې له مینځه ځي .”

ان په کتاب کې یادونه کیږي چې دایوه بیولوژیکي سلاح دی( په لابراتوار کې د ساینس پوهانو په لاس جوړ شوي ویروسونه چې داسلحې په توګه کارول کیږي) د یادونې وړ بولم دا چې کرونا لومړنۍ بیولوژیکي اسلحه نه ده تر دې وړاندې ځینې نورې هم تولید شوي ووچې مشهوریې دا دي: انټراکس ، ټولاریمیا او نور .

د هاروارډ څیړنیز لابراتوارونه دا ثابته کړي چې دایوه بیولوژیکي اسلحه دی ، څو ورځې وړاندې هندي ساینس پوهانو هم نوموړي ویروس یوه بیولوژیکي اسلحه چې دانسان په لاس جوړ شوي دي ثابته کړل.

انسانان د خپلو ګټو لپاره څومره بې وجدانه کیدلی شي !

یادونه :

 ددې کتاب هغه برخې چې دا موضوعات پکې راغلې اود ویروس سره ورته والۍ ښیې ، انځورونه یې هم له تاسې سره شریکوم .