کور / #corona-crisis / د کرونا په اړه څو اندیښنې او د حل لارې چارې  !

د کرونا په اړه څو اندیښنې او د حل لارې چارې  !

ډاکټر انتظار احمد همدرد

اندیښنه :

کوم ډول د درد ارامه کونکې درملې په کرونا ویروس اخته کس ته خطرناک دي ؟

ایا هغوی چې په کرونا ویروس اخته دي باید  بروفین او پاراسټامول  ونه کاروي ؟

د حل لارې چارې  :

په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې دا موضوع ډیره ګرمه ده چي بروفین او پاراسټامول د کرونا ویروس خطر زیاتوي  ، په حقیقت کې  دغه موضوع د فرانسې د روغتیا وزارت خپور کړي وو او په هغې کې یادونه کړی وو چې بروفین ، ایبوبروفین ، اسیټامینوفین او پراسټامول  او نور د درد مسکن دواګانۍ د کرونا ویروس درملنې لپاره مه کاروئ ځکه تر دې وړاندې څیړنې شوي چې ددې درملو کارونه د انسان بدن د تنفسي سیستم  دویروسونو په مقابل کې کمزوری کوي مګر د کرونا ویروس په هکله داسې هیڅ علمي او څیړنیز شواهدات وجود نه لري چې ددې درملو کارونه د کرونا ویروس د خطر زیاتیدو لامل شي .

اندیښنه :

د کرونا د ویروس له مثبت ټسټ وروسته څو ورځې باید په قرنطین کې واوسو ؟

د حل لارې چارې :

دا چې دا ویروس نوی کشف شوی او څیړنې پرې روانې دي ، ځینې ناروغان  چې لږ دښه والۍ احساس وکړۍ نو سمدلاسه دې له نورو سره باید په  اړیکه کې نشي ، ممکن لا هم ویروس د هغوي په بدن کې وي ، که امکان ولري بیا ځلې ټسټ وکړئ چې ویروس مو مثبت دی که منفي ؟ که منفي وو خو ستونزه نشته له قرنطینه ووځئ او عادي ژوند ته مو ادامه ورکړئ ،  که د ټسټ کولو امکانات نه لرئ  او روغ رمټ یاست نو حد اقل  د درې (۳) اونیو پورې ځان قرنطین ( په کور دننه پاتې شئ ، ښار ، ګڼه ګوڼې ته مه ځئ )  کړئ .

اندیښنه :

ایا د وینې ګروپونه د کرونا په مقابل کې کوم اغیز لري یا نه ؟

د حل لارې چارې :

وروستۍ څیړنې په چین کې په  ۲۰۰۰ کسانو باندې  شوي دي ، هغوی چې ( ای ګروپ) وینه لرونکي دي ، هغوی نسبتا ددې ناروغۍ په معرض کې ډیر دي  یعني ۲۰ سلنه نسبتا نورو ته ډیر دي  مګر  هغوی چې د (او ګروپ ) وینه لرونکې دي ددې ویروس په مقابل کې ۳۰ سلنه یې  خطر کم  دی نسبتا دوینې نورو ګروپونو درلودونکو ته!

اندیښنه :

ایا د زینک ویټامین سی یا ډي ټابلیټونو کارونه د کرونا ویروس څخه مو ژغوري ؟

د حل لارې چارې  :

که مو دخپل بدن (ډی ویټامین) نه وي ټسټ کړئ ، ولاړ شئ ټسټ یې کړئ ، ځکه که مو دا ویټامین په بدن کې ډیر کم وي باید  په لوړ مقدار سره دا ویټامین واخلئ تر څو دبدن معافیت سیسټم مو پورته کړي ،مګر له نیکه مرغه که مو ټسټ کړئ نه وي هم کولی شئ چې د ډي ویټامین قرصونه  په ورځ کې ( ۲۰۰۰ ــ ۵۰۰۰ ای یو ) واخلئ ، دا هغه مقدار دی چې کارونه یې هیڅوک ته ضرر نه رسوي بلګې ګټور هم دي .

ویټامین ډی او سي دواړه د بدن دمعافیت لپاره ډیر مهم او ارزښتمن دي ، نه  یوازې دا ویټامینونه بلکې نور لکه ای ، سي ، ډی ، کای  ، زینیک او سیلینم چې د  ملټې ویټامین په نوم مشهور دي کارونه یې بې ګټې نه دي بلکې  بدن مو تقویه کوي ، غوره ده چې له سبزیجاتو ، میوه جاتو او خوړو څخه یې ترلاسه کړئ .

تراوسه داسې څیړنې نه شته چې دا ثابته کړي چې ایا ددې ویټامینونو کارونه د کرونا ویروس مخنیوی کوی یا نه !؟

مګر ویټامین سی په ورځ کې (۱۰۰۰ــ ۲۰۰۰ ملي ګرامه )  کارولی شئ، ددې ویټامین کارونه په پورته مقدار کارولو سره تاسې ته  هیڅ  ډول خطر له ځانه سره نه لري  ، که له دې مقدار څخه زیات واخلئ بدن یې نشي جذبولی یوازې خپلې پیسې بې ځایه مصرفوئ .

اندیښنه :

ایا داسې ویټامینونه شته چې حامله ښځې یې ونه کاروي ؟

د حل لارې چارې  :

داسې هیڅ څیړنې نه شته چې د ویټامینونو کارونه د حاملګۍ په دوران کې ناروغ ته ستونزې وزیږوي ، فولیک اسید ، ملټي ویټامین او پورته ویټامینونه چې مو یاده کړي کولی شي وې کاروې ، ګټور دي او هیڅ کوم ضرر نه لري .

اندیښنه :

د کرونا ویروس د څومره وخت لپاره د خوړو یا میوو پرمخ پاتې کیدل شئ ؟

د حل لارې چارې  :

تر اوسه داسې کومې څیړنې نه دي شوي مګر ساینسپوهان وایي ( ویروس د میوو  یا خوړو پرمخ د ډیر وخت لپاره نه پاتې کیږي مګر بیا هم سبزیجات او میوې د  پټاشیم پرمنګینت یا د مالګو په محلول کې ومینځئ تر څو له نورو ناروغیو هم په امان شئ . )

له نیکه مرغه داسې څیړنې نشته چې دا ویروس د خوړو په وسیله انتقال شوي وي .

اندیښنې :

ایا دکرونا واکسینونه چې خلکو باندې ازمویل شوي دي څه وخت به نورې نړۍ او دنورو واکسینونو په ډول به وکارول شي ؟

د نړۍ ساینسپوهان د ډیرو کلونو راهیسې د ایډز واکسین په جوړولوبوخت دي مګر تر اوسه نه دې بریالي شوي ، ایا دکرونا واکسین به په دومره اسانۍ جوړه شي ؟

ایا د کرونا ویروس واکسین کولی شي چې مونږ د هغه له خطر څخه وساتي ؟

د حل لارې چارې  :

د ایډز ناروغۍ واکسین جوړونه ځینې ستونزې درلودې دم ګړۍ دنړۍ تر ۴۰ زیاتو هیوادونه لګیا دي چې ددې  ناورین لپاره واکسین جوړ کړي او ځینې یې په ناروغانو ازمویلې هم دي  مګر له نیکه مرغه د ایډز  ناروغۍ ددرملنې لپاره ځانګړې درملې شته چې ډیر ګټور هم دي ، بل خوا د کرونا ویروس واکسین  چې  وکولی شي په کامل ډول  د نورو واکسینونو په څیر انسانان له دې ناورین وژغوري جوړول اولاسرسۍ به یې  ډیر وخت نیسي یا هم حد اقل  یو کال به په بر کې نیسې، که څه هم  د امریکې او المان ساینسپوهانو ځینې واکسینونه رامنځته کړي چې لا تر اوسه د ازمایښت ( په انسانان یې ازمایي ) په حال کې دي .

اندیښنه :

د کرونا ویروس د څومره وخت  لپاره د لرګي ، فلزاتو پرمخ او په هوا کې پاتې کیدلی شي تر څو یو سالم انسان پرې مصاب کړي ؟

د حل لارې چارې :

نوې څیړنې ښیې چې دغه ویروس د  ۲-۳ ورځو پورې د فلزاتو پرمخ ، ۱ ورځ دلرګیو په مخ  او په هوا کې ۱۰ ساعته پاتې کیدلی شي ، او همدارنګه د کالیو پرمخ هم پاتې کیدلی شي مګر غوره ده چې خپل کالي په ګرمو اوبو پریمینځئ ځکه دا ویروس په ۵۵ درجو دسانتي ګیراد کې له مینځه ځي .

اندیښنه :

د ناروغ کس خونه څنګه له میکروبونو څخه پاک کړو ؟

د حل لارې چارې :

تر ټولو غوره خبره داده چې ویروس د اجسامو پرمخ د ۲- ۳ورځو پورې پاتې کیږي اوخپل نسل ډیرولی نشي او په طبیعي ډول له مینځه ځي ،هڅه وکړئ چې د ناروغ خونه د څو ورځو لپاره بنده کړئ او په ارام فکر سره هغه خونې ته  ننوزئ .

پس له هغه په عادي شکل سره د کور شیان په اوبو او صابون سره پاک کړئ هغه شیان چې دپریمینځلو وړ وې مینځئ .