کور / د ډيورنډ کرښه / د پاکستان د لومړي وزير لياقت علي وژنه او د ډيورنډ کرښي کړکېچ – ۲ برخه

د پاکستان د لومړي وزير لياقت علي وژنه او د ډيورنډ کرښي کړکېچ – ۲ برخه

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د یوه هیوادپال افغان لخوا د پاکستان لومړنۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛ د ډیورنډ کرښې کړکیچ او افغان ولس ته د ناموس سپکاوي قضیه

دویمه برخه

پاکستانې رسنیو د لیاقت علي د وژنې په اړه د لومړۍ ورځي څخه تر نننه پورې ناسم مالومات او دورغجني خپرونې کړي دي. دوی د خپلو ناروا سیاسي موخو، د عامه اذهانو، غولو او مغشوشولو لپاره ډول ډول هڅې کړي دي، څو یوې افغان پښتون دښمنه څېرې ته یو نړیوال حیثیت وکړي. دوی دې ناولي موخې ته رسیدو په مخه په پرخه کچه له طئو ډکې پروپاګڼدې کړي دي. یوه بیلګه دا لاندې لیکنه ده. دا لیکنه څلور کاله مخکې د thefridatimes.com  ویبپاڼه کې د عبدلمجید عابد لخوا لیکلي شوي ده. لیکنه ډیره اوږده ده، دلته یوه برخه راخلم .

Killing Liaquat Ali Khan

Abdul Majeed Abid

April 24, 2015

in Features, Latest Issue, April 24-30, 2015 – Vol. XXVII, No. 11

The King of United States phoned the King of Afghanistan and a plan was finalised. Syed Akbar and two other secret service officials were deputed with the task of assassinating Liaquat Ali Khan in Rawalpindi. The US wanted a Sunni Muslim Assassin so that the blame can be deflected from itself (More than half of the population of United States was Shia at the time).

According to our own investigation into this mystery, Liaquat Ali Khan’s assassination was not actually conducted by Syed Akbar. Instead, an earlier version of a drone was used to kill the ghairat-mand Prime Minister. Our investigations revealed that a few days prior to Mr. Liaqat’s death, American officials had wanted to obtain permission for using Pakistan’s northern areas as a testing ground for HAARP but the request was denied. The cartridges found from Prime Minister Liaquat’s body were custom made in the United States. Descendants of the eyewitnesses to that event recall that Liaquat Ali Khan’s last words actually were, ‘Et tu, Truman?’

ژباړه:

د متحده ایالاتو پاچا د افغانستان پاچا ته ټلیفون وکړ او یو پلان جوړ شوه. سید اکبر او دوه نورو استخباراتي چارواکې په راولپنډۍ کې د لیاقت علي د وژنې دندی تر سره کولوته وګمارل شول. د امریکا متحده ایالات دې وژنې ته د یو سني مسلمان په لټه کې و، څو له تورونو څخه ځان لیري وساتي ( په هغه وخت کې د متحده ایالاتو د نفوس نیمایي ډیر شیعه و )

ویبپاڼه لیکي؛ همدا راز زموږ د خپلو مخفي پلټنو په بنسټ لیاقت علي وژنه واقعاً د سید اکبر لخوا نه دی تر سره شوي، بلکې د بې پیلوټه الوتکو یو نوی موډل د دې غیرتمن لومړۍ وزیر د وژنې لپاره وکارول شو. زموږ پلټنو دا په ډاګه کړي، چې د لیاقت علي له مړیني څو ورځې مخکې، امریکايي چارواکو غوښتل د پاکستان په شمالي سیمو کې دHAARP   سیسټم ټسټولو یا د ازموینې لپاره اجازه ترلاسه کړي. خو دغه غوښتنه رد کړل شوه. د لومړی وزیر د جسد څخه تر لاسه شوي یا موندل شوي کارتوسونه په متحده ایالاتو کې سفارشی جوړیږي. د دې پیښې عیني شاهدانو ورثې دا یادونه کړي ده، چې د لیاقت علي ورستي ټکي واقعاً اټ تو تروومن  و؟

پاکستاني لیکوال د پاکستان په دې لنډ او جعلي تاریخ کې د لیاقت علي د وژنې په اړه دې ته ورته ډیر نورې له مسخرو، له فنتزيو، دورغجنې او له پروپاګنډې ډکې تیوریکې دسیسې خپلو راتلونکو نسلونو ته لیکلي دي. د دوی د دورغجنو لیکنو او رسنیو په بنسټ نورو بهرنیو لیکوالو هم لیکني کړی دي. یوه بیلګه د یوه عربي لیکوال دا لاندې لیکنه ده.

په ۲۰۰۶ کال د جولاي په دریمه نېټه عربې لیکوال ښاغلی سید رشید حسین په یوه عربي الخبار ویبپاڼه٬٬ عرب نیوز ٬٬ کې د تیلو، ایران او هوايي ځواک اډو په اړه یوه لیکنه لیکلي ده.

عربي لیکوال د لیاقت علي وژنې قضیه د خپلي لیکني د ادعاو ثابتولو لپاره د یوې تیوریکي دسیسې په ډول کارولي ده. د عربي لیکوال لیکنه ډیره اوږده ده، دلته یوازې د لیکني هغه مهمه برخه راژباړم،کومه چې د لیاقت علي د وژنې سره تړاو لري.

سید رشید حسین لیکي: په دې ورستیو کې د متحده ایا لاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یو معتبر سند خپور شوي دی. دغي معتبر لاسوند د لیاقت علي د وژنې په اړه ځېنې په زړه پورې حقایق روښانه کړي دي. د دې سند په حواله، په ۱۹۵۱ کال کې د اکتوبر په دیرشمه نېټه په نوې ډیلې کې د امریکا سفارت لخوا موږ ته یو ټلیګرام را ولیږل شو.

لیکوال لیکي؛ ٬٬ ایا د لیاقت علي خان وژنه د امریکا د ژور ریښیه ییزو سازیشونو یا توطئو پایله ده ؟ ایا د دې ټلیګرام په بنسټ د امریکا په وړاندې د لیاقت علي وژنې د مسوولیت اخیستلو دعوا کیدای شي ؟.

لیکوال بیا په لنډیزکې د یو بل لیکوال د ندیم په نامه مقاله کې ذکر شوې حقایقو ته په اشاره کې لیکي: دا نه سیمه ییزه پیښه وه او نه دا وژنه د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره تړاو درلود ( لکه څنګه ځینو خلکو او ممکن ځیني وختونو په دې باندې باور شوي دي) بلکې د دې وژنې تر شا یوه ژوره دسیسه یا توطئه وه او د پېژندلو وړ یو لاس په کې شتون درلود.

په دې مقاله کې بیا راغلي، چې د هغمهال افغان حکومت د دغي توطئي یا دسیسې په اړه خبر وه او پوهیدو. ځکه وژونکي یو افغان وه. خو دا توطئه نه په کابل او نه په کراچۍ (د پاکستان د هغه مهال پلازمینه) کې جوړه شوې وه. د دې خپور شوې او تر لاسه شوي لاسوند له مخي، په کراچۍ کې د امریکا سفارت سکرټر د پیښې په ورځ له وژنې د مخه غیر حاضر وه. هغه د اکتوبر ۱۹ مه نېټه په خپل یاداشت کتابچه یا دائري کې عمومي رخصتي لیکلي وه او بیا يې سمدستۍ ترینه لرې کړي وه.

د سکرټر تر تللو ورسته په کراچۍ کې د امریکا په سفارت کې یو پاکستاني کارمند محمد حسن د انګریزي سکرتر څخه د رخصتۍ په اړه پوښتنه وکړه، انګریز سکرټر په ځواب کې ورته دا خبره یوه ممکنه یا احتمالي تیروتنې تشریح کړي وه

په هر صورت، مانا دا چې، سکرټر پوهیدو، داکتوبر په ۱۷ مه نېټه به د امریکا سفارت تړلې وي. که څه هم په دغه ورځ هیڅ یوه امریکایې او پاکستاني عمومي رخصتي نه وه پلان کړي.

لیکوال بیا د ندیم په کیسه کې بل ټکی ته ګوته نیسي، لکه څنګه چې په مستند تر لاسه شوي لاسوند کې راغلي دي، کله چې په کراچۍ کې د امریکا سفیر د لیاقت علي میرمن (راڼا لیاقت علي خان) ته په ټیلفون کې د پیښې په اړه خپله خواشیني څرګنده کړه، شا وخوا درې نیمې دقیقې وړاندې د پاکستان ګورنر جنرال خواجه ناظم الدین په دې توانیدلې وه، څو دی هم خپله خواخوږي وړاندې کړي. دا په داسي حال کې د پاکستان ګورنر جنرال لومړنی کس وه، چې د راولپنډې چارواکو څخه د وژنکي پیښې خبر تر لاسه کړي وه.

په ریښتیني مانا هغه مهال ملفون یا موبیلي اړیکې شتون نه درلودي. تلویزویوني ژوندې خپرونې هم شتون نه درلودي. دامهال بل وخت وه، د نن ورځې په پرتله د مالوماتو بهیر خورا پڅ او ورو و.

هغه پوښتنه چې دا ورځپاڼه هڅه کوي په دې مقاله کې مطرح کړي او یا راپورته کړې. هغه دا ده، څنګه مخکې له دې چې د پاکستان ګورنر جنرال خبر کړل شي، د متحده ایالاتو سفیر د لیاقت علي د وژنې په اړه خبر تر لاسه کوي؟

ورځپاڼه د خپلې مقاله په پای کې په ټولیزه توګه د متحده ایالاتو له لورې په خپاره شوې لاسوندونو کې، د پاکستان لومړی وزیر او د هغه حکومت سره د متحده ایالاتو او انګلستان حکومتونو احتمالي ناخوښې لاملونو په اړه بحث کوي. ورځپاڼه لیکي: لیاقت چمتو نه و، څو د متحده ایالاتو تګلاره پلي کړي، له دې امله متحده ایالاتو غوښتل، څو دی له منځه یوسي.

مقاله لیکي؛ لیاقت علي د امریکا غوښتني رد کړې، په داسي حال کې انګلستان پاکستان دې ته هڅاوه، د ایران په مسله کې له دوی سره مرسته وکړي، د امریکا متحده ایالاتو له پاکستان غوښتل، څو خپل اغیز په ایران کې وکاروي او دوی په دې قانع کړي، څو ایران خپلي د تیلو زیرمې کنټرول امریکایانو ته وسپاري. له دې مهاله تيل امریکایانو لپاره یوه ستره ستونزه ګرځیدلي ده.

د مقالې په حواله لیاقت علي د امریکایانو غوښتنې رد کړې. امریکایانو د کشمیر پټ تړون ( د امریکا او پاکستان ترمنځ تړون) لغوه کولو ګواښ وکړو. لیاقت علي په ځواب کې ویلي و. پاکستان د امریکایانو د مرستې او همکاري پرته نیم کشمیر له ځانه سره ضمیمه کړي دی، دوی کولي شي نیم نور هم اشغال کړي. هممهاله لیاقت علي په پاکستان کې د امریکا هوايي پوځې اډو تشولو ګواښ هم کړی و.

د لیاقت غوښتنې د واشنګټن لپاره یو بمي ګواز و، امریکایانو په پاکستان کې د خپل هوايي ځواک درلودلو له امله د شوروي اتحاد فتحه کولو خوبونه لیدل.

مقاله لیکي: امریکایان ډیر په قهر او حیران شول، له دې امله امریکایانو غوښتل لیاقت علي ووژنې، دا وژنه د دوی یوه تیورېکې دسیسه او توطئه وه.

له دې ورسته امریکایانو کابل ته مخه کړه، واشنګټن په کابل کې د متحده ایالاتو له سفارت سره اړیکه ونیوله. دوی په پایله کې د پښتونستان له مشرانو سره اړیکې او تماسونه ونیول. لیاقت علي د دوی ترمنځ یوازیني خنډ بلل شوي و او هغوي (پښتنو) ته ډاډ ورکړو اوغوښتنه يې ترینه وکړه، که د دوی څخه یو څوک لیاقت علي ووژنې، امریکا به تر ۱۹۵۲ کاله د پښتونستان د جوړیدو دنده په غاړه واخلي.

  • د لیاقت علي د وژنې په اړه یوه بله تیوريکې لیکنه په دهلي کې لیکلي شوي ده.

دا لیکنه په ۱۹۵۱ کال د اکتوبر ۲۵ نېټه ساعت د ګهیځ په ۷ بجو لیکلي شوي ده. دا مهمه لیکنه د جرمني د څیټ اڼلاین ویبپاڼې په ارشیف کې اوس هم شته. لیکنه په ۲۰۱۲ کال کې د نوامبر په ۲۱ نېټه، په ۱۶:۱۶ بجو کې یوار بیا له سره تازه خپره شوي ده.

جرمن خبریال ‌B.J. Modi  تر دې سرلیک لاندې په جرمني ژبه کې خپله مقاله داسي لیکي ده. دلته کټ مټ راکاپي کوم.

Warum Liaquat ermordet wurde

  1. Oktober 1951, 7:00 Uhr Aktualisiert am 21. November 2012, 16:16 Uhr

Aus der ZEIT Nr. 43/1951

Delhi, im Oktober

Die Ermordung des Premierministers von Pakistan, Liaquat Ali Khan, hat plötzlich einen erbitterten Streit ans Tageslicht gebracht, der sich bisher fast unbemerkt im Dunkeln abspielte. Niemand war sich hier über die Macht einer Bewegung im klaren, die an dem immer gespannter werdenden Verhältnis zwischen Pakistan und Afghanistan die Schuld trägt und deren Ziel es ist, einen eigenen Staat zu bilden –: Pathanistan. Das hat sich jetzt schlagartig geändert.

Die Pathaner sind ein Volk von über 10 Millionen Menschen, die zwar nach Volkstum und Sprache zu den Afghanen gehören, aber heute zum größten Teil in Pakistan leben. Von den dort lebenden sieben Millionen Pathanen\ wohnen drei Millionen im gebirgigen Nordwestteil des Landes, der North-Western-Frontier. Und sie sind es, die seit jeher selbständig sein wollten.

Mit Rücksicht auf eine mögliche Erhebung der Pathanen im Grenzgebiet verzichtete Pakistans Ministerpräsident Liaquat Ali Khan auf einen für den 9. September vorgesehenen Einfall in Kaschmir. Er fürchtete, daß die Pathanen diesen Moment benutzen könnten, um einen eigenen Staat zu bilden. Noch in der letzten Woche vor seiner Ermordung empfing er daher den persischen Botschafter aus der afghanischen Hauptstadt Kabul, der nach Karachi gereist kam, um mit ihm die dem pathanischen Problem entspringende Verschlechterung der pakistanischafghanischen Beziehungen zu besprechen.

Nach dem Besuch des persischen Botschafters geschah in der gleichen Woche noch ein zweites, nicht weniger wichtiges Ereignis. In Kabul trat der afghanische Innen- und Kriegsminister General Dawood Khan zurück, ein Vetter und Schwager des Königs. Dawood Khan ist Pathaner. Und seinem Einfluß soll es zuzuschreiben sein, daß sein königlicher Schwager kürzlich erklärte, Afghanistan sei bereit, um Pathanistans willen gegen Pakistan in den Krieg zu ziehen.

Allein die Beschwichtigungs-Besprechungen Liaquat Ali Khans in Karachi, und das Ausscheiden des pathanischen Scharfmachers Dawood Khan in Kabul aus Protest gegen die auf (Versöhnung mit Pakistan gerichtete Politik seines Ministerpräsidenten, haben zu keinem Ergebnis geführt. Liaquat Ali Khan wurde ermordet…

  1. J. Modi

ژباړه :

ولې لیاقت علي ووژل شو.

د پاکستان د لومړي وزیر لیاقت علي خان وژنې ناڅاپه یوه ګرانه پیچلي کړکیچنه شخړه راپور ته کړي ده، چې تر دې دمه په تورو تیارو کې لوبیده او د هیڅ چا پام ورته نه دی شوي. هیڅوک د هغي مخ په راویښیدونکي غورځنګي ځواک په اړه نه پوهیدل، کوم چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د مخ په زیاتیدونکې ترینګلي اړیکو مسوولیت په غاړه لري. د دې غورځنګ موخه، د یو خپلواک لوی پټانستان یا افغانستان جوړیدل یا رامنځ ته کول دي. وسمهال په ناڅاپې ډول هر څه بدل شول.

پټانان تر لسو میلیونو ډیر وګړيزه یو ملت دی. دوی په توکمېزه او ژبنیزه توګه افغانانو پورې اړه لري. خو نن د دوی یوه ستره برخه په پاکستان کې ژوند کوي. هلته د اووه میلیونو اوسیدونکو پټانانو څخه درې میلیونه پښتانه د دې هیواد په شمال لویدیځ کې په غرنیزو سیمو کې ژوند کوي.

نور پښتانه په North- Westeren – Frontier  یا پښتونخوا کې مېښت دي. دا هغه خلک دي، دوی تل غواړي خپلواک واوسي او خپلواکۍ غواړي او دې موخې ته د رسیدو لپاره هلې ځلې او هڅې کوي.

د همدې کال د سپتمبر په نهمه نېټه د پاکستان لومړې وزیر لیاقت علي د صوبه سرحد په سیمه کې د پټانانو د احتمالي پاڅون د ویرې له امله په کشمیر باندې پوځې یرغل رد کړو. هغه ویره درلوده، چې دا شونې ده، پښتانه به دا احتمالي شېبه د خپل دولت جوړولو لپاره وکاروي او خپل خپلواک دولت به اعلان کړي.

د لیاقت علي تر وژل کیدو یوه اوونۍ مخکي، هغه د افغانستان پلازمینې کابل څخه د یو فارسي ژبۍ سفیر ملا تړ ترلاسه کړو. افغان سفیر د پټانانو یا پښتنو د ستونزو په اړه او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مخ په خرابیدونکي اړیکو په اړه د خبرو اترو لپاره کراچۍ ته تللي و.

د افغان سفیر له لیدنې ورسته په همدې اوونۍ کې لږ څه مهمه دویمه پېښه هم پېښه شوه. هغه په کابل کې د افغانستان د کورنیو وزیر او د حربې وزیر جنرال داوود خان استعفا ورکول وه. داوود خان یو پټان یا افغان و او دی د افغانستان د پاچا د تره زوی و. داوود خان هغه مهال یوه لنډه وینا وکړه او اعلان وکړو، چې افغانستان دې ته چمتو دی، څو د پښتونستان مسلې یا آزادۍ لپاره د پاکستان په وړاندې جګړې ته لاړ شي.

په کراچۍ کې د لیاقت علي خان استیضاحي غونډې رابلل او په کابل کې د داوود خان په زغرده توند خبردارۍ او د احتجاج په توګه روانیدل یا استعفا ورکول، دا ټول د پاکستان په وړاندې یو پروټسټ یا احتجاج و او د پاکستاني لومړي وزیر د پخلاینې د پالیسي خلاف یو غبرګون و. دوی کومي ځانګړې پایلې ته سره ونه رسیدل او خو په پای کې لیاقت علي خان ووژل شو.

یو عینی شاهد سلمان نثار شیخ د لیاقت علي خان د وژنې ریښتني داستان داسي بیانوي

لیاقت علي خان کا قتل ایک حقیقی داستان، نېټه  01:03.2019

اکتوبر 1951 کے روز لیاقت علی خان کو لیاقت باغ جلسہ عام سے خطاب کرنا تھا۔ میں سری نگر میں محمودہ احمد علی شاہ کے گھر میں لیاقت علی سے مل چکا تھا لہٰذا مجھے ان کی تقریر سننے کا شوق چرایا، میں صبح سویرے ہی گھر سے نکل کھڑا ہوا۔

بھی کرسیاں لگائی جا رہی تھیں، شامیانے سیٹ کئے جا رہے تھے، میں جلسہ گاہ پہنچ گیا اور اسٹیج کے بالکل سامنے پہلی رو میں ایک کرسی پر قبضہ کرلیا۔ چند لمحے بعد میرے دائیں طرف ایک پٹھان آکر بیٹھ گیا، اس کے ساتھ اس کا چھوٹا سا بیٹا بھی تھا۔ میں نے اسے غور سے دیکھا تو وہ سید اکبر تھا، میں اسے سری نگر سے جانتا تھا، یہ لوگ افغانستان سے ہجرت کرکے سری نگر آئے تھے، ڈل گیٹ میں رہتے تھے۔ میں ان کے خاندان کے اکثر بچوں کو جانتا تھا، میں نے سید اکبر کو سلام کیا اور سری نگر کا حوالہ دے کر گفتگو شروع کر دی۔ وہ مجھے پٹھانوں کے روایتی تپاک سے ملا اور اپنے بیٹے سے میرا تعارف کرایا۔ ہم نے سری نگر کی باتیں شروع کر دیں۔’’مجھے وہ گفتگو کا بڑا ماہر، متحمل مزاج اور پُرخلوص انسان لگا۔ ہم باتوں میں اس قدر محو تھے کہ لوگ کب آنا شروع ہوئے، پنڈال کب بھرا، اسٹیج پر مسلم لیگی رہنما کب تشریف لائے اور جلسہ کب شروع ہوا، کچھ پتا ہی نہ چلا۔ البتہ سید اکبر کبھی کبھی کنکھیوں سے اسٹیج کی طرف ضرور دیکھ لیتا تھا۔ پھر جلسہ شروع ہوگیا۔ اسٹیج سیکریٹری نے کارروائی شروع کی، ایک ایک مسلم لیگی رہنما تالیوں اور نعروں کے شور میں ڈائس پر آتا اور دھواں دھار تقریر جھاڑ کر واپس چلا جاتا، یہاں تک کہ وزیراعظم خان لیاقت علی خان کا نام پکارا گیا۔ وہ مسکراتے ہوئے اپنی نشست سے اٹھے، ڈائس پر آئے، ہاتھ ہلا ہلا کر عوام کے نعروں کا جواب دیا۔

جب عوام کا شور تھما تو خان لیاقت علی خان نے کہا ’’میرے عزیز ہم وطنو! السلام علیکم‘‘ اور ساتھ ہی میری بغل میں بیٹھا سید اکبر اٹھا اور ’’ڈب‘‘ سے ریوالور نکال کر لیاقت علی خان پر گولی چلا دی، میری آنکھوں کے عین سامنے سید اکبر نے ریوالور کی چھ گولیاں وزیراعظم پاکستان کے سینے میں اتار دیں۔ لیاقت علی خان نے چیخ ماری اور خون میں لت پت ہو کر گر پڑے۔ جلسہ گاہ میں بھگدڑ مچ گئی، لوگ اٹھ کر بھاگنے لگے، اسی اثناء میں اسٹیج پر کھڑا پولیس افسر لوگوں کو پھلانگتا ہوا سید اکبر کے پاس پہنچا، سید اکبر نے بڑے تحمل سے اپنا خالی پستول اس کے ہاتھ میں دے دیا لیکن پولیس افسر نے اسے گولی مار دی۔ سید اکبر کے منہ سے بڑی کربناک چیخ نکلی اور وہ میرے قدموں میں گر کر تڑپنے لگا، اتنے میں وہاں برچھی بردار رضاکار پہنچ گئے۔ پولیس افسر نے انہیں دیکھ کر حکم دیا ’’اس ذلیل انسان کے ٹوٹے ٹوٹے کر دو،‘‘ اور پھر میرے دیکھتے ہی دیکھتے رضاکاروں نے اپنی برچھیوں سے سید اکبر کی لاش کا قیمہ بنا دیا، چند لمحے بعد وہاں سید اکبر کی لاش کے چھوٹے چھوٹے ٹکڑے، دور تک پھیلی لہو کی لکیریں، الٹی سیدھی کرسیاں، شامیانوں کی ٹوٹی طنابیں، تاحد نظر بکھری ٹوپیاں اور جوتے پڑے تھے جبکہ سٹیج پر ’’سابق‘‘ وزیراعظم کی آڑی ترچھی لاش اور اس کے بالکل سامنے میں، سید اکبر کا بیٹا اور وارث خان کا ایک بے ڈھول قصاب ساکت کھڑے تھے۔ چیخ میرے ہونٹوں پر جمی تھی اور آنسو سید اکبر کے بیٹے کی پلکوں پر ٹھہرے ہوئے تھے۔

ژباړه: د لیاقت علي خان د وژنې ریښتني داستان .

په ۱۹۵۱ کال کې د اکتوبر په شپاړسمه نېټه لیاقت علي خان باید په لیاقت باغ کې یوې غوندې ته وینا وکړي. ما او لیاقت علي په لومړۍ ځل په سري ناګر کې د محمود احمد علي په کور کې سره ولیدل. ما د هغه د خبرو اوریدو سره مینه لرله. ګهیځ وختی له کوره ووتلم. غوندې ته د رسیدو سره سم، ګورم، چوکې سیوري ته تیاري جوړې ایښودلې شوي دي. ما د غوندې په لومړې قطار کې یوه چوکۍ نیولي وه. یو څو شیبې ورسته یو سړی زما ښیې خوا ته راغي او د خپل کوچني زوی څنګه ته کیناست. ما دغه سړی په ځیر سره وکوت،هغه سید اکبر و. ما هغه له سري ناګر څخه پیژندو. دوی له افغانستان څخه راګډوال شوي وو. په ډال ګیټ کې اوسیدل. ما د هغي کورني ډیرې ماشومان پیژنده. ما سید اکبر ته سلام وکړو او دسری ناګر په حواله مي خبرې اترې ورسره پیل کړې. هغه زه په دودیزه پتنګ کې لیدلي وم او خپل زوی ته ېې وروپیژندلم . موږ د سری ناګر په اړه خبرې پیل کړې.

ما ډیر ژر په ده کې یو ډیر مینه ناکه، مخلص، صمیمي او د افهام تفهیم وړ سړی وموند. موږ ډیر مایوسه شولو، کله چې خلکو راتلل پیل کړل. ځایونه ډک شول، د مسلم لیک مشران سټیج ته وختل او د غوندې د بهیر پیلدو په اړه څوک نه پوهیدل.

په هرصورت، خو کله کله په خبرو کې سید اکبر د اوږه په سر د سټیج خوا ته کتل. د غونډې بهیر د سټیج ویاند لخوا عملاً پیل شو. د مسلم لیک یو مشر په نارو سورو او شعارونه ورکولو سره د وینا لپاره سټیج ته په خندا کې راغي. د خبرو سره تر خولې لوګې ختلو، آن کله چې د لومړي وزیر لیاقت علي نوم واخیستل شو. هغه په موسکا سره د خپلي چوکۍ څخه راپورته شو. دریځ ته راغي، خپل لاسونه يې ښورول او د خلکو شعاورنو ته ځواب ویلو. لا د خلکو شورماشور اوریدل کیدو.

لیاقت علي خان وویل: زما ګرانو هیوادوالو! سید اکبر زما په څنګ کې ناست و. راپورته شو، د ډوب ٬ یا د جیب څخه تومانچه راویستله او په خپله تومانچه په لیاقت علي خان باندې ډزې وکړي.

زما د سترګو په مخ کې سید اکبر د پاکستان لومړي وزیر سیني ته د تومانچي په شپږ ګولۍ وویشت. لیاقت علي خان چیغي کړي او په وینو کې ولوبید او راوغورځیدو. په داسی حال کې چې د غونډې خلک راپاڅیدل او وتیښتېدل. هممهاله په سټیج کې د پولیسو یو افسر سید اکبر ته ورنږدې شو. کله چې خلک ورباندې راټول شول یا ودریدل، سید اکبر په ډیر زغم او صبر اوحوصلي سره خپله وسله او د سلې کمربند په خپلو لاسونو کې ونیول او پولیس ته يې وړاندې کړل. خو د پولیسو افسر ډزې پرې وکړې. د سید اکبر له خولې یوه غږ پورته شو او زما په پښو کې وغورځید. په داسی حال کې چې مرستندویه خلک را ورسیدل، کله چې پولیس دغه مرستندویان ولیدل، دوی ته یې امروکړو، دا سپکاونکی سړی مات کړئ. او بیا يې زما په لیدو رضاکارانو د خپل نیزو یا چاړوسره د سید اکبر د مړ بدن قدردانۍ وکړو.

د سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ یوولس کلن زوی په سترګو کې به خامخا رڼې رڼې اوښکې بهیدلي وي.

افغان سیدا کبر خان ببرک زی د افغانانو د شان شوکت او ننګ ناموس په ننګ کې په خپلو سپینو جامو کې سور رنګ شو.

د دویمي برخې پای