کور / #corona-crisis / کورونا؟

کورونا؟

ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

 

د کورونا اصلي مانا د اناټومي لحاظه د (تاج) په معنی ده یعنې د بدن یوه برخه چې تاج یا (کرون) ته ورته وي .

همدارنګه د نجوم له پلوه ، د لمر او نورو ستورو په شاوخوا ګازي پاکټ ته هم ویل کیږي چې د کسوف یا لمر نیولو وخت کې د سپوږمۍ د تیارې حلقې شاوخوا د تاج په شکل لیدل کېږي.

د ناروغۍ سبب او خپله ناروغي:

د کورونا مرض اصل د ( SARS-CoV-2 ) یا د (SARS) په نوم نومول سوی چې څو کاله پخوا هم د (                     ) او (MERS ) په نومونو مرضونو عامل ول.

د سږني ناروغۍ نوم ېې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له خوا COVID-19   يعنيCorona Virus Disease 2019 نوم کښیښودل سوی.

دا وایروس ۰،۰۰۴ مایکرونه قطر لري چې یوازې د فلورسنس میکروسکوپ په واسطه لیدل کیدای شي .

د تفریخ (  هغه وخت نه چې ویروس د انسان بدن ته ڼنوځي تر هغې چې علایم او اعراض ښيي ) دوره ېې ۳ ورځې، د اعراض و علایمو ۵ ورځې او د وژلو وخت صرف ۲ورځې !! دی.  د دې لپاره باید مشکوک یا مثبت کسان کم له کمه ۲ اوونۍ تر مشاهدې او قرانطین لاندې وساتل شي چې البته ځینې واقعات ېې شفایاب کیږي هم ؛ لکه د بیلابیلو هیوادونو له رپوټونو له مخې ،که څه هم  تداوي ېې لا تر اوسه نه ده پیدا سوې مګر  دپخوانیو ویروسونو لکه ایډس، ملاریا او…. انټی-وایرل مرکبات خصوصاََ چین کې امتحان سوي .

پورتنی وایروس په ۲۶ -۳۲ سانټی ګریډ تودوخه کې فعالیت نه شي کولای او له مینځه ځي .

له یوډول بحري حیوان څخه شوپرکِ چرمي او له هغه څخه انسان ته او بیا له مصاب انسان چخه نورو ته سرایت کوي.

له بلې خوا زمونږ د وینې په هره سي سي کې ۱۱۰۰۰ سپین کریوات یا لوکسایټونه موجود دي چې لکه سربازانو یا عسکرانو د وجود له وطن نه مدافعه کوي ، الحمد لله په ډيري مسلمانانو او بیا افغانانو کې دا خدایداده مدافعه د دینداري له کبله قوي ده او که دا ناولې جګړې او تپل سوي فسادونه نه وای ، لا به بهتره وای ،خیر ، نظر ځینو پر مختللو ملکونو لکه کوریا، ایټالیا، هسپانیا ، حتی ایران (فارشیستان!!) ا.د.ن. کې وینو چې له افغانستانه ډیر بتر دي !!

نښې نښانې یا (اعراض او علایم):

علایم ېې لکه زکام یا انفلونزا دي : تبه، ټوخی، پرنجی، کسالت ، د ټول ځان درد ، د سترګو نه اوبه راتلل ،بې اشتهايي …

له ۲کلن ښکته ماشومان ، او له ۶۵ پورته زاړه ، تنفسي او قلبي مریضان ، د شکر او کینسر ا.د.ن. ناروغان ډیره مساعده بنیه لري مانا دا چې د وجود مقاومت ېې ټیټ او د ویروس فعالیت ته  تیار وي

تداوي او وقایه (مخنیوی):

له دې نه چې دا ډول کورونا ویروس تر اوسه نوی دی ، واکسین یا کومه دوا ېې ېېپر ضد لا نه ده جوړه سوې  ، ګر چې جرمني اوامریکه کوښښ کوي واکسین تجربه کړي خو نتیجې ته ېې لا ۶ میاستې پکار دي؛ په دې حساب بهترین تدبیر له مصابو انسانانو سره له مستقیم او غیر مستقیم تماس نه مخنیوی او د فردي او ټولنیزو حفظ الصحي قوانینو مراعتول او پلي کول دي.

د لاسونو مینځل، له روغبړ او لاس ورکولو چخه ډډه کول، له ټوخیدونکو او پرنجیو نه لیرې ګرزیدل او پخپله له کاغذي پزې دستمالونو استعمالول، بیرو بار ځایونو ته له بیځایه تګ راتګ چخه پښه نیول ؛ ماسک کارول…

همدارنګه لکه چې وینو د نړۍ زیاتره هوایی ډګرونه ، سپورټي لوبې ، هوټلونه ، رستورانونه ، ښوونځي او پوهنځي تړل سوي اوپه اروپا کې د زړو استراحتځایونو (روسټ هاوزن) ته پر تګ راتګ او زیارتونو بندیز لګیدلی ؛ لږ تر لږه دا اقدامات یوه میاشت دوام کوي تر څو ډبلیو . اچ .اُ یا نړیوال روغتیايي سازمان د پاڼډیمۍ ( همه ګیر = ټوله دنیا ېې نیولې ) ختمیدل اعلان کړي .

زما په نظر او همدا رنګه د ډیر محترم استاذ پوهاند الحاج فیاض صافي صاحب د هغو تاودو بحثونو په تاءیید چې پرون ېې د شمشاد نړیوال ټلویزیون کې د صحي کورونا ، سیاسي کورونا ، اقتصادي او تجاراني ! کورونا او داسې نورو … په باب وکړې ؛ دا یو لوی فرصت دی د توبهءی نصوحا لپاره چې مسلمانانو ، اهل کتابو، کافرانو ، مشرکانو او منافقانو ته په کال کې یو یا دوه ځلې ورکول کیږي مګر انسانان عبرت نه اخلي .

سیاسي ذکاوت او صحي ذکاوت په کار دی + زما په نظر د دې رجب المرجب الحرام د مبارکې میاشتې اذکار، تسبیحات ، نافله روژې او عبادتونه زیات کړو ؛ ګوندې الله ج. مو وبخښي او خیر ِ دارین مو نصیب شي. آمین .

دکورونا او نورو لا علاجه ناروغیو د ژر تر ژره عاجله او آجلهم مداوا او درملنو په هیله.

و جعلنا من المآء کل شیء حی.