کور / #corona-crisis / د ايران د روغتيا وزارت: د کرونا له امله هر ساعت درې ايرانيان مړه کېږي

د ايران د روغتيا وزارت: د کرونا له امله هر ساعت درې ايرانيان مړه کېږي

د ايران د اقتصاد مرستيال وزير علي رضا رئيسي وايي، که په دوو ورځو کي يې د کرونا وايرس پر وړاندي د پام وړ پرمختګ ونه کړ هيواد به يې د سخت اقتصادي ناورين سره مخ سي.

دا پر داسي مهال ده چي د ايران د روغتيا مرستيال وزير ايرج حريرجي ويلي، په دغه هيواد کي د کرونا وايرس له امله هر ساعت درې تنه مړه کېږي او په ۴۳ نور په اخته کېږي.

 حريرجي چي خپله هم د کرونا په وايرس اخته سوی وو او د رغېدو وروسته خپلي وظيفې ته ستون سوی پر ايرانيانو ږغ کړی، چي د نوروز په رخصتيو کي پر کورونو پاتي سي او بهر ميله ځايونو ته ولاړ نه سي.

د اقتصاد مرستيال وزير علي رضا رئيسي وايي: “ که موږ په ۱۵ ورځو کي د کرونا وايرس کنټرول نه کړ، کېدای سي بيا يې د مهارولو لپاره ۲ مياشتي وخت ونيسي او موږ به په بې سارې توګه د غټو تاوانو سره لاس او ګرېوان سو”.

نوموړي چي په يو ټلويزوني پروګرام کي يې د ډاکټرانو سره ګډ بحث درلود وويل، موږ ددې وايرس د مخنيوي پر لارو چارو کار کوو او غواړو چي د ۲۲ مليونه انسانان له دې وايرس څخه خوندي کړو.

تېره ورځ د ايران د روغتيا وزارت ويلي، چي په دغه هيواد کي د کرونا له امله د مړو سويو کسانو شمېر تر ۱۱۳۵ پوري رسېدلی دی او ۱۷۳۶۱ کسان په دې وايرس اخته سوي دي.

بل خوا د ايران رسمي ټلويزون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي د ايران مذهبي مشر علي خامنه اي د نوروز په مناسبت د ۱۰ زره بنديانو د بخښني امر وکړ، چي په دوی کي سياسي بنديان هم دي.

له دې وړاندي هم ايران د کرونا ناروغي د مخنيوي په موخه ۸۵ زره بنديان چي سياسي زندانيان هم پکي وه د موقت وخت لپاره خوشي کړل.