کور / #corona-crisis / طالبانو په ايران کي د افغان کډوال سره پر توپيري چلند اندېښنه ښودلې ده

طالبانو په ايران کي د افغان کډوال سره پر توپيري چلند اندېښنه ښودلې ده

طالبانو په ايران کي د کرونا د خپرېدو او هلته د افغان کډوالو سره د توپيري چلند له امله اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو په خپله تازه خبرپاڼه کي ويلي، چي دوی په ايران کي د کرونا د پراخي خپرېدو له امله اندېښنه لري، خو د افغان کډوالو سره د ايراني چارواکو چلند هم اندېښمن کړي دي.

طالبانو په خپله اعلاميه کي ويلي: “پدې حساس وخت کي د ایران د اسلامي جمهوریت ستونزې د درک وړ دي لاکن اسلامي اخوت او ایثار په اسلام کي یو اصل دی؛ نو د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبرۍ څخه هیله لرو چي په هغه هیواد کي له افغان مهاجرو سره د ایراني ملت څخه جلا او متفاوت چلند ونسي، هغوی په زوره له هیواد څخه ونه شړل سي، په روغتیايي برخه کي هم پاملرنه ورته وسي او له هغوی سره د اسلامي اخوت په چوکاټ کي برخورد وسي.”

دا په داسي حال کي ده چي په ايران کي په کرونا د اخته کسانو شمېر لسګونو زرو ته رسېدلی او په سلګونو کسان له دې ناروغۍ څخه مړه سوي هم دي.

افغان چارواکو هم وړاندي له ايران څخه د افغان مهاجرو په راشړول اندېښنه ښودلې ده او ويلي يې دي چي په داسي حالت کي چي کرونا وايرس د پراخيدو په حال کي دی بايد د افغان کډوالو د راستنولو لړۍ ودرول سي.

څو ورځي وړاندي افغان چارواکو خبر ورکړ، چي په ايران کي لس افغان کډوال د کرونا له امله مړه سوي دي.