کور / راپور / افغان حکومت: د طالب بنديانو د خوشي کولو په هکله د حکومت دريځ نه دی بدل سوی

افغان حکومت: د طالب بنديانو د خوشي کولو په هکله د حکومت دريځ نه دی بدل سوی

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره ورځ په څو غبرګو ټويټونو کي وويل، چي د طالب بنديانو د خوشي کولو وخت رارسېدلی دی او د امريکا او طالبانو د هوکړه ليک له مخي بايد ۵۰۰۰ طالب زندانيان خوشي کړل سي.

خو افغان حکومت د خليلزاد څرګندونو ته په غبرګون کي ويلي دي، چي د طالب زندانيانو د خوشي کولو په هکله د افغان حکومت په دريځ کي کوم بدلون نه دی راغلی او اوس د زندانيانو د خوشي کولو پروسه وخت ته اړتيا لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د خلیلزاد څرګندونو ته په غبرګون کي وویل چي حکومت د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړ د جمهور رئیس غني د فرمان عملي کولو ته تیار دی.

هغه زیاته کړه: “مهمه ده چي طالبان افغان وژونه او مسلمان وژنه ودروي او موږ ډاډه سو هغه څوک چي د سولې تر نامه لاندې خوشې کيږي بېرته جنګ ته نه راګرځي”.

خو خليلزاد بيا ويلي، چي طالبانو ژمنه کړې چي ددوی خوشي سوي ملګري به د جګړې ميدان ته نه ستنېږي.

ټاکل سوې وه چي د بنديانو د خوشي کولو چاره تېره اونۍ پيل سي، خو وروسته افغان حکومت په دې خاطر خپله پرېکړه وځنډول چي بايد داسي تضمين واخيستل سي چي خوشي سوي کسان به جګړې ته نه ستنېږي.