کور / راپور / لغمان: د داعش ۳۰ کسيزه ډله افغان حکومت ته تسليم سوه

لغمان: د داعش ۳۰ کسيزه ډله افغان حکومت ته تسليم سوه

د لغمان ولايت چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي د داعش وسله والو د تش په نامه والي په مشرۍ ۳۰ تنه د ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم سول.

نن د پنجشنبې په ورځ د کب په ۲۹ نېټه له غرمې وړاندې یاد تسلیم سوي وسله وال د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته ور اوښودل سول.

د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د معلوماتو له مخې چي د ملي امنیت منسوبینو په هلو ځلو دې ولایت لپاره د داعش وسله والې ډلې تش په نامه والي په ګډون ۳۰ داعش وسله وال افغان ځواکونو ته له وسلو سره تسلیم سول.

نوموړی وایي، یادو داعش وسله والو په کونړ ولایت کي فعالیت کاوه چي افغان ځواکونو ته له تسلمیدو سره به د سیمې امنیت کي خورا ښه رول ادا کړي.

د لغمان والي وایي د یادو تسلیم سویو وسله والو ته به ټولې اسانتیاوې چي لازم دي هم په پام ونیول سي.

په ورته مهال د لغمان د ملي امنيت رئيس بريد جنرال غلام حيدر رحمانزوی وويل، د داعش ډلي غړي د لغمان ولايت اوسېدوونکي وو او په کونړ ولايت کي یې وسله وال فعاليتونه ترسره کول.

رحمانزوی زياتوي داعش وسله واله ډله د لغمان ولايت د مرکز په شمول په پنځه ګونو ولسواليو کي هېڅ ډول فعاليت نه لري.

د داعش وسله والو د تسلیم سوې ډلې قومندان فیروز وایې، دوی په کونړ ولایت کي حکومت او طالبانو سره وسله واله جګړه بوخت و او له دې وروسته غواړي له جګړو پرته ژوند وکړي.

هغه په خپلو ټولو ترسره کړو کړنو پښیماني اوښوده او ژمنه یې وکړه چي د هېواد، خاورې او ولس لپاره به خدمت کوي.