کور / #corona-crisis / دکرونا ناورین او نوې هیلې !

دکرونا ناورین او نوې هیلې !

ډاکټر انتظار احمد همدرد

د غه نوی ښکاره شوې ویروس تراوسه په میلیونونو انسانان یې په کورونو کې قرنطین کړي ، ساینسپوهان نوي او هیله بخښونکې خبرې کوي ، د اسټرالیا د پیټر ډارکیټي څیړنیز لابراتوارونو متخصین خبر ورکړي چې دوی په دې توانیدلي چې دا کشف کړي چې څنګه دانسان دبدن معافیت سیسټم د کرونا   یا کوید ۱۹ په مقابل کې غبرګون ښیې ، ددوی څیړنې ښیې چې له کرونا څخه رغیدل د انفلوانزا یا زکام څخه د ښه کیدلو په څیر دی ، یا په لنډ ډول کله چې دانسان بدن معافیت سیستم قوي کیږي ویروس ته اجازه نه ورکوي چې نور په بدن کې پاتې شي او ناروغ د ښه کیدلو خواته روان وي !

دانسان د بدن معافیت په دوولارو پورته ځي چې په پورتنۍ څیړنه کې  یې یادونه هم شوې !

لومړی :  په بدن کې د ټي لمفوسایټونه هڅه کوي چې په ویروس ککړې حجرې له مینځه یوسې .

دوهم : انټي باډي یا دبدن ساتونکې حجرې راځي او ویروس پورې ځان نښلوي او دهغه دله مینځه وړول هڅه کوي .

 بل خوا د امریکې ساینسپوهان د ددې ویروس ضد واکسین تولید او ان په ازمایښتې ډول یې په انسانانو هم وازمویل ، تر څو ورستۍ پایلې ترلاسه شي !

که څه هم تراوسه په نړۍ کې ۴ لوی څیړنیر لابراتوارونه په موازي ډول بوخت دي تر څو ددې ویروس په ضد داسې واکسین جوړ کړي چې جانبي عوارض له ځانه سره ونه لري او ددغه ویروس په له مینځه وړلو کې بشپړه ونډه واخلي !.

د سانتیاګو واکسین جوړولو لابراتوار یو له هغو څخه دی ، چیني ساینسپوهانو د کرونا ویروس د ډي ان ای جوړښت دغه مرکز ته ورکړي او هغوی هم په دې هڅه کې دی چې واکسین رامنځته کړي ، که څه هم د واکسین جوړونه کلونه په بر کې نیسي مګر ددغې لابراتور کارکونکې وایي : په نږدې میاشتو کې به ددې ویروس  کامل واکسین نړۍ ته وپیژنو .

دا چې دغه ویروس زکام ته ورته دی نو ساینسپوهانو د زکام ضد واکسین ناروغانو ته وکارول مګر له بده مرغه هیڅ ګټه یې نه ده کړې بلکې ځینې ناروغان یې  د خطر سره مخ کړي !.

داچې څومره وخت نور به په برکې ونیسي چې ددې ویروس واکسین نړۍ ته وړاندې شي  مستقیما د ساینسپوهانو  کار او زیار پورې تړاو لري !

دنړۍ ډیری هیوادونه په دې هڅه کې دي چې ددې ناورین په له مینځه وړلو کې په ګډه سره کار وکړي .

له بلې خوا ټولې هغه څیړنې چې په دې هکله شوي  تر ټولو اسانه او ګټوره لاره یې همدا دی چې د خپل ځان ، ځای او استوګنې پاکوالۍ ته جدي پاملرنه وکړئ ، لاسونه مو منظم پریمنځئ او له ناروغو کسانو څخه واټن واخلئ !