کور / #corona-crisis / د کرونا د مخنيوي په موخه پښتون ژغورني غورځنګ خپلي غونډي لغوه کړي دي

د کرونا د مخنيوي په موخه پښتون ژغورني غورځنګ خپلي غونډي لغوه کړي دي

د کرونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په موخه پښتون ژغورني غورځنګ خپلي غونډي او جلسې لغوه کړي او ويلي يې دي چي خپله مبارزه به د خواله رسنيو له لاري مخ ته وړي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين د فيسبوک له لاري په ويډيو پېغام کي ويلي چي د مرکزي کمېټې په مشوره يې ټولي غونډي په ځانګړې توګه د کوټې جلسه چي د مارچ پر ۲۹ نېټه پلان سوې وه لغوه کړې ده.

ښاغلي پښتين په خپل پېغام کي وويل، چي کله هم د کرونا ناروغي خطر ورک سو، خپلو فعاليتونو ته به بيا په پراخه کچه مخه کړي او د غونډو لپاره به نوې نېټه وټاکي.

دا مهال په ټول نړۍ کي په کرونا د اخته کسانو شمېر تر يولک اوښتی او تر لس زره زيات کسان يې وژلي دي.