کور / تازه خبرونه / د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالغني حسن دخاشرود ځوانانو ته د همماريو ډاډ ورکړ

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالغني حسن دخاشرود ځوانانو ته د همماريو ډاډ ورکړ

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالغني حسن ورسره مل پلاوې د خاشرود ولسوالۍ د ځوانانو او مدني فعالانو سره وکتل

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنگ رییس عبدالغني حسن، پداسې حال کې، چې د احصایی رییس فیض محمد رحیمي، د ځوانانو چارو مدیر عبدالحمیدبلوڅ، د مدني ټولنو مشر عتیق الله نورزاد او مرستیال عبدالحمیدوطندوست، بهرام حقمل او د کرکیټ بورډ مرستیال عبدالوهاب ریحان ورسره ملتیا درلودل د خاشرود ولسوالۍ د رضاکاره ځوانانو او مدني فعالانو سره وکتل.
د لیدنې پرمهال د ولسوالۍ ولسوال عبدالجلیل وطندوست پلاوې ته د ښه راغلاست سره سم د خاشرود د عمومي وضعیت په اړه پلاوې ته معلومات وړاندي کړ، د ولسوالۍ د ځوانانو ستونزې نظرعلي یوسفزي د پلاوې سره شریکې کړې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالغني حسن، د ستونزو د حلیدو او د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ او د ځوانانو پر فرهنګي، ادبي، هنري وضعیت یې رڼا واچول. نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې علمي، ادبي او اجتماعي مجالیس جوړ او یا هم پکې برخه واخلي. د ورزش پر اهمیت او هڅولو یې تاکید وکړ. رئیس وویل: “د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست د ځوانانو ترشا ولاړ او هر ډول معنوي ملاتړ ته یې د ټول پرسونل سره په خدمت کی ولاړ دي.” د ځوانانو ځینې غوښتني د خاشرود ولسوال او ځیني د خاشرود ښاروال څخه وې، چی په هغه ګړي ټولو وعده د همکاریو وکړل. ځوانانو د پلاوی په راتګ خوشاله څرګنده کړه. د یادونې وړ ده، چې د نیمروز اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري په ورستیو کې د ځوانانو لپاره علمي سمینارونه او پروګرامونه د یادونې وړ دي.