کور / #corona-crisis / کرونا وايرس: په خيبر پښتونخوا کي کاربنديز لګېدلی دی

کرونا وايرس: په خيبر پښتونخوا کي کاربنديز لګېدلی دی

د کرونا وايرس د چټک خپرېدو وروسته په خيبر پښتونخوا کي دوکانونو ته د بندېدو امر سوی او د سورلۍ پر ګاډو هم د تګ راتګ بنديز لګېدلی دی.

د راپورونو له مخي چارواکو امرکړی چي په خيبر پښتونخوا کي به د سبزيو، کرايي سامانونو، بيکريو، درملتونو او د تيلو پمپونو څخه پرته نور ټول دوکانونه د يوې اونۍ لپاره تړلي وي.

همداراز نن د يکشنبې له ورځي څخه په ټوله سيمه کي د سورلۍ ګاډو پر تګ راتګ بنديز لګېدلی دی.

دا پرېکړه پر داسي مهال سوې ده چي په خيبر پښتونخوا کي د کرونا اته مثبتي پېښي ثبت سوې او په دې سره په دغه سيمه کي د کرونا وايرس ناروغانو شمېر ۳۱ ته ورسېدل.

بل خوا په پاکستان کي هم د کرونا وايروس ناروغي په چټکټیا سره دخپریدو په حال کي ده او تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وايرس دناروغانو شمیره ۶۴۵ ته رسېدلې ه چي په دې کې یوازې ۲۹۲پېښي په سند صوبه کي ثبت سوي دي.