کور / راپور / د يوناما مشر: زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم

د يوناما مشر: زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی تاداميچي ياماماتو وايي، چي په افغانستان کي يې کاري دوره پای ته رسېدلې دی.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي استازولی يوناما په يوې خبرپاڼه کي د ښاغلي ياماماتو له خولې ليکلي: “زه کابل له یوې هیلې سره پریږدم، یوه هیله چي له میلیونونو افغانانو سره یې شریکوم: افغانستان ته د سولې راګرځیدل.”

ښاغلی ياماماتو په ۲۰۱۶ کال کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه وګومارل سو.

د نوموړي د ماموريت پر مهال په افغانستان کي پارلماني او رياستي ټاکني وسوې، د طالبانو او امريکا ترمنځ هوکړه لاسليک سوه او همداراز طالبانو درې ورځنی اوربند وکړ.

ښاغلی ياماماتو ويلي، چي ۲۰۲۰ کال په افغانستان کي د جګړې د ختمېدو او سولې د ټېنګېدو کال وي. هغه ویلي دي چي په افغانستان کي لا هم د سولې په مخکي خنډونه سته خو وايي چي افغانان د دغو خنډونو د لېرې کولو ظرفیت لري.