کور / #corona-crisis / د عامي روغتيا وزير: په افغانستان کي د بهرني هيواد دوه ډپلوماټان په کرونا اخته سوي

د عامي روغتيا وزير: په افغانستان کي د بهرني هيواد دوه ډپلوماټان په کرونا اخته سوي

د عامې روغتيا وزير  ډاکټر فيروزالدين فيروز وايي، چي په کابل کي د دوو بهرنيو سفارتونو دوه ديپلوماتان په کرونا ناروغۍ اخته سوي  دي اوس دا مهال قرنطين سوي دي.

ښاغلي فيرزو همداراز وويل، چي په افغانستان کي لس نورې پېښې ثبت سوې او په دې سره په افغانستان کي په کرونا د اخته کسانو رسمي شمېره ٣٤ ته ورسېده.