افغان او بهرني ډپلوماټان: د سولي په تړاو د طالبانو پر ژمنو شکونه سته

Aziz Rahman Hazim | مارچ 22nd, 2020


افغان او بهرني سياسي څېړونکي اندېښنه لري چي طالبان به د افغان سولي لپاره پر خپلو ژمنو ونه درېږي.

د افغان سولي څارونکي مبصرين اندېښنه لري چي کېدای سي طالبان هغه ژمني عملي نه کړي، چي د سولي لپاره يې کړي دي.

دا اندېښني وروسته له هغه راپورته سوي چي د جمعې په ورځ په زابل ولايت کي يو نفوذي کس د افغان ځواکونو ۲۴ سرتېري ووژل.

که څه هم ددې بريد پړه تراوسه طالبانو پر غاړه نه ده اخيستې، خو سياسي شنونکي وايي چي طالبان بايد د زابل د بريد په هکله وضاحت ورکړي.

طالبانو تېره مياشت د قطر په پلازمېنه دوحه کي د امريکا سره يوه هوکړه لاسليک کړه چي له مخي به يې دغه ډله پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي او په مقابل کي به بهرني ځواکونه په ۱۸ مياشتو کي له افغانستان څخه وځي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024