کور / #corona-crisis / غفور لېوال: ايران په کورنا د اخته افغان کډوالو دقيق شمېر نه راکوي

غفور لېوال: ايران په کورنا د اخته افغان کډوالو دقيق شمېر نه راکوي

په ايران کي افغان سفير عبدالغفور لېوال وايي، چي ايراني چارواکي په دغه هيواد کي  په کرونا د اخته افغانانو شمېر نه ورکوي.

ښاغلی لېوال زياتوي:  “که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي”، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کي په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی راکړی.

دا پر داسي مهال ده چي په ایران کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۶۱۰ ته ختلی چي ۷۶۳۵ بېرته رغېدلي او ۱۵۵۶ کسان مړه سوي دي.

وړاندي افغان چارواکو ويلي وه چي په ايران کي ۱۰ افغان کډوال د کرونا له امله مړه سوي دي.

خو افغان سفير غفور لېوال وايي، په ایران کي د کورونا وېروس له کبله د مړو سویو افغانانو هغه شمېر هم لا تایید سوی نه دی دی چي په ځینو رسنیو کي خپور سوی دی.‌

په نړیواله کچه په کورونا وېروس تر اوسه ۲۷۵۸‍۱۷ اخته سوي او د مړو سویو شمېر ۱۱۴۰۵ ته رسېدلی دی.