کور / راپور / چارواکي: کندهار او کندوز کي ۴۴ طالب وسلوال وژل سوي دي

چارواکي: کندهار او کندوز کي ۴۴ طالب وسلوال وژل سوي دي

په کندهار کي چارواکي وايي، چي په خاکرېز ولسوالۍ کي د طالبانو سره د جګړې پر مهال ۱۲ طالب وسلوال وژل سوي دي.

په کندهار کي د افعان ځانګړو ځواکونو د څلورمې لوا قوماندان برید جنرال عبدالصمد حکیمي نن یکشنبه مارچ ۲۲ (وري ۳مه) امریکا غږ ته وويل چي د خاکرېز ولسوالۍ د مرکز د امنیتي کمربند پر قرارګاه وسله والو نن سهار وختي لویه حمله وکړه چي د افغان ځواکونو له لوري وځپل سوه.

هغه زیاته کړه چي افغان ځانګړو ځواکونو په سیمه کي له وړاندې چمتو والی درلود” په دغه جګړه کي ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې چي ۱۲ يې وژل سوي او برید يې پر شاه تمبول سوی.”

بل خوا د زابل چارواکي هم د ۶ طالب وسلوالو د وژلو او ۵ نورو د ژوندي نيولو خبر ورکوي.

د زابل والي رحمت الله يارمل وايي:  “زموږ د وژل سویو سرتیرو د غچ اخیستلو په عملیاتو کي پنځه تنه هغه وسله وال چي زموږ د سرتیرو جسدونو ته يې اور اچولی وو ژوندي نیول سوي.”

د جمعې په ورځ د زابل ولايت په ترنک سيمه کي يو نفوذي بريد په نتيجه کي ۲۴ افغان سرتېري ووژل سول.

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، چي په کندز ولایت کي هم ۲۷ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په بریدونو کي وژل سوي او ۱۹ نور ټپیان سوي دي.

هغه وویل چي طالبانو تېره شپه د دشت ارچي او خان ولسوالیو پر ځینو سیمو حملې وکړې چي پر امام صاحب ولسوالۍ یې هم د پراخ برید پلان درلود.