کور / تازه خبرونه / د افضل خان لالا ماركېټ والوزول سو

د افضل خان لالا ماركېټ والوزول سو

نا معلومو كسانو د سوات په مټه سيمه كي د پښتون سياستوال افضل خان لالا پر شخصي ماركېټ باندي بريد وكړ.
د خبرونو له مخي د ښاغلي خان لالا ماركېټ په بمونو الوزول سوى چي له امله يې ماركېټ په بشپړ ډول له منځه تللى دئ.
سيمه ايز چارواكي وايي دا چي دوكانونه تړلي وه، نو چاته ځاني تاوان هم نه دئ اوښتئ.
د ماركېټ دوكاندران وايي سيمه ايزو طالبانو څو ورځي دمخه لا د دې ماركېټ د تشولو اخطار وركړى و.
د پښتونخوا قامي ګوند مشر افضل خان لالا خپله هم تېر كال له يوه وسله وال بريد څخه ژوندى ووت، خو سخت ژوبل سو.
نوموړي دوه كاله دمخه د پښتونخوا قامي ګوند په نېشنل عوامي پارټۍ كي مدغم كړ.