کور / تازه خبرونه / د ډنمارک یو پوځي ووژل سو

د ډنمارک یو پوځي ووژل سو


رویټر آژانس د ډنمارک د دفاع د وزارت له قوله خبر ورکوي چي د ډنمارک هغه پوځي چي نقلیه وسیله يې د هلمند په ولایت کي پر یو ماین ختلې وه، د خپلو زخمونو له امله مړ سو. ډنمارک په افغانستان کی  ۵۵۰  جنګي پوځیان لري چي تر اوسه یې  ۱۵  پوځیان وژل سوي دي .
د یو بل خبر له مخي د کاناډا (۸) پوځیان هغه مهال ټپیان سول چي نقلیه وسیله یې پر یو ماین برابره سوه، خو ویل کېږي چي د دې زخمي پوځیانو روغتیایي حالت خطرناک نه دﺉ. کاناډا په افغانستان کي  ۲۳۰۰  پوځیان لري چي ۹۳ یې تر اوسه وژل سوي دي.