کور / سياسي / سپینه کودتا

سپینه کودتا

د امریکا بهرنیو چارو وزیر پمپیو د روان عیسوي کال په ۲۳ مه، په نارسمي او بیړني سفر کابل ته لاړ او هلته يي د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجراییه رییس عبدالله سره تر کتني اوخبرو اترو وروسته، په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دوی تر منځ اختلاف چې اعلامیه کې په سیاسي شخړه یادشوی،«غیرمسولانه» بللی او هغه يي د امریکا ګټو ته مستقیم ګواښ ګڼلی دی.

په دې اعلامیه کې ولسمشر غني چې د ۱۳۹۸ کال ټاکنې يي ګټلې او د رایو ۵۰٪۶۴ يي وړې او عبدالله عبدالله چې ټاکنې يي بایللي او ۳۹٪۵۲ رايي په برخه شوی، یوشان «غیر مسولانه» بلل شوی دي.

کا چا تله د انصاف په لاس کې درکړه

خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې

تو لعنت دې په دغسې منصفۍ شه

چې له حقو نه باطلو ته ګزر کړي

د اعلامیې دا برخه د افغانانو رایو ته چې د تپل شوي بهرنۍ جګړې په سختو شرایطو کې د رایو مرکزونو ته ووتل او خپلې رايي وکارولې، سخت سپکاوی دی. همدارنګه اعلامیه کې داسې څرګندونې د امریکا پشان هېواد ته چې ځان د دیموکراسۍ ټیکدار او علمبردار بولي په دیموکراسۍ ملنډې وهل دي چې د غندنې وړ دي!

عبدالله وروستیو کې د خپل«ټولشموله دولت» غوښتنې په (۷) مادو کې بیان کړي او هلته يي دغه غوښتنو کې د هېواد اساسي قانون او د ټاکنو نور قوانین له یو مخې تر پښو لاندې کړی. دغه مادو کې، په حکومت کې د ۶۰٪ برخې ادعا کوی او بلخوا په خپل غوښت او زړه جمهوري ریاست ته ۴۰٪ برخه ټاکي. دلته څرګنده ده چې عبدالله د اساسي قانون سره په بیا ټکرغواړي موازي حکومت د مړ شوي اجراییه ریاست پرځای کښینوي. دغه ناقانونه غوښتنه يي چې دولت ساز ټیم ته د منلو نه ده، او په دې اړه کله چې پمپیو، ولسمشر غني څخه عبدالله ته د واک په دې کچه غوښتنه نهیلی کیږي، خپله اعلامیه کې ورته داسې اشاره کوي «دې ناکامۍ د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان اړیکې زیانمن کړي او په خپګان د هغو افغانانو، امریکایانو او هغو ايتلافي شریکانو بې احترامي ده چې د افغانستان د نوې راتلونکې د جوړولو د هلوځلو لپاره یې د سر و مال قربانۍ ورکړي دي.»

خو باید هېره نه کړو چې افغانانو د سولې، سوکالۍ، ودانۍ او د قانوني حکومت او نظام لپاره سر ښندلی دي. افغانان غواړي د ټاکنو په مټ هېواد کې هسې نظام ولري چې اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي او قانون پلی کړي. د افغانستان نوي او غوړېدلې راتلونکي چې دې اعلامیه کې ورته اشاره شوې قانوني نظام سره تړلې؛ نه د یاغیانو، لنډه غرو او د قانون ماتوونکو په واکمنۍ کې!

بلخوا اعلامیه دا هم د ګواښ پتوګه زیاتوي«د افغانستان مشرتابه ته مو څرګنده کړه چې امنیتي عملیات چې سیاسي انګیزه ولري مونږ یې ملاتړ نه کوو او نه هم د هغو سیاسي مشرانو څخه ملاتړ کوو چې د دغسې عملیاتو امر ورکړي او همداشان نه له هغو څخه چې د موازي حکومت څخه ملاتړ کوي»

که حکومت د قانون ماتوونکو، باغیانو او لنډه غرو په وړاندې چې د افغانانو د سوکالۍ او قانون پلیتوب مخې ته خنډ ګرځي، هر اقدام کوي دا يي قانوني حق او کورنۍ دنده ده. په دې اړه د امریکا په ګډون د هیڅ بهرني ملک اجازې ته اړتیا نشته او داسې څرګندونې د افغانستان خپلواکۍ او ازادۍ ته د ګواښ او تیری په مانا ګڼل کیږي. د اعلاميي دا برخه چې موازي حکومت ته د نه ملاتړ اشاره کوي، د همدې پراګراف بلې برخې سره چې هلته ویل کیږي«د افغانستان مشرتابه ته مو څرګنده کړه چې امنیتي عملیات چې سیاسي انګیزه ولري مونږ یې ملاتړ نه کوو او نه هم د هغو سیاسي مشرانو څخه ملاتړ کوو چې د دغسې عملیاتو امر ورکړي»، ښکاره په ټکر او تضاد کې ده!

که امریکا په ریښتیا د موازي حکومت سره مخالفه وای او ټاکنو ته يي درناوی لرلای باید په څرګنده يي عبدالله عبدالله ته(نه) ویلای وای!

اعلامیه په ډېر غرور سره افغانستان سره د کړیو مرستو او اړیکو یادونه کوي او زیاتوي«سر د همدې نیټې افغانستان سره پر خپلو اړیکو له سره بیا غور کوي او د خپلو نورو اقداماتو ترڅنګ په روان میلادي کال کې تر یو ملیارد ډالرو پورې خپلې مرستې کموي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت چمتو دی چې بل میلادي کال ۲۰۲۱ کې هم یو ملیارد ډالره مرستې کمي کړي او افغانستان لپاره د امریکا د ټولو پروګرامونو او پروژو بیا کتنې ته هم اشاره کیږي»

بلخوا د امریکا تېرې مرستې د دې هېواد لوړپوړو چارواکو او د هغو شخصي انډیوالانو لکه کرزي، عبدالله، دوستم، حکمتیار، خلیلي او نورو په بډه وهلي؛ عامو افغانانو ته يي ډېره لږه ګټه رسېدلې، خو اوس يي د یوه پیغور پتوګه د افغانانو پرمخ باسي او د پریکولو ګواښ يی کوي.

ریښتا يي ویلي«پردی کټ د نیمو شپو وي»

د مرستو د پریکولو ګواښ د ولسمشر غني په مشرۍ د نوي حکومت د دې شعار«حساب ورکوو، حساب اخلو»، د پلیتوب د مخنیوي لپاره، ښای پام کې نېول شوی وي!

خو ولسمشر غني ډاډ څرګندوي چې د امریکا له مرستو پرته، هم ګوزاره کولای شو او هغه به په کلیدي سکټور منفي اغیز ونه لري.

ویل کېدل چې امریکا طالبانو سره د سولې په تړونلیک کې دوه محرمو رازونو ته ځای ورکړی، ښای یو همدغه راز وي چې دټاکنو په بهیر لومړی ملنډې ووهل شي، وروسته د هغو د پایلو په اړه دغسې ناجایزه اعلامیه خپره او سپینه کودتا وشي او بلاخره د اسلام اباد په مشرۍ طالبانو ته، په لویلاس د واکمنۍ لار هواره شي.

موږ افغانان د موازي حکومت او ټولو هغو کورنیو او بهرینو توطیو او کړنو په وړاندې، دریږو چې د اساسي قانون سره په ټکر کې دي او یو ځل بیا اعلانوو، اساسي قانون افغان ملت ته سره کرښه ده!

د ۲۰۲۰ کال د مرچ ۲۵ مه

سرلوڅ مرادزی