کور / سياسي / د ولس د مرګ او ژوند خبره

د ولس د مرګ او ژوند خبره

محمد نعیم حقمل

افغانستان د بحرانونویو زېږنده ژوندی ټاټوبۍ دی، چې د همدېڅلویښت کلن بحران، جګړې او دښمنیو په ترځ کې یې د سر اومال ډیرې درنې قربانی وركړې او ستر زیانونه یې لیدلي او ګالليدي.هیواد مو اوس هم په ډیروغټو ستونزو، بدمرغیو، بدبخیتو او ناروغیو اخته دی، چې هر یو یې د یو نوي بحران زېږنده کیدای شي. د بحران په همدې بدو شرایطو کې ولس اوهیواد په لومړي قدم کې سراسري سولې او یو روغ ، قوي ، مرکزي حکومت او سوله پالې او مینه پالې رهبری ته ضرورت لري.داسې حکومت چې ملي ګټو ته ژمن او پراخ بنسټه وي.

ولس او نړیوال په تیرو پنځو کلونو کې د یو ناکام او ناروغ حکومتشاهد وو، دواړه ډاکتران د خپل منځي مخالفتونو، ځان غوښتنو او یوشمیر نورو سلیقوي  اختلافاتو او بې باوریو له کبله په دې ونه توانیدل چې چارې  په سمه توګه مدیریت کړي او د ټول ولس او نړیوالو لپاره یو منل شوی واحد ملي ادرس او رهبري رامنځ ته کړي.په حقیقت کې حکومت او د ملي او نړیوالو مسایلو پروړاندې دریځونه  او پرېکړې دوه ګونې وې او دوی واقعا په هغه ټولوژمنو کې، چې له ولس سره یې کړې وې پاتې راغلل چې له هم دې امله افغانستان اوس یوځل بیا دنویو بحرانونو کوربه توب کوي.

تازه بحرانونه د ملي حاکمیت او د افغانستان د بقا لپاره یوستر ګواښ دی او حالات دومره طوفانی شوې که چیرې  یې مخه ونهنیول شي او کنترول نه شي د یو سیاسي انفجار له مخې با دا هیواد ټوټه ټوټه شي اوبیا به نوي حکمرانان په کې د خپلې خوښې اسان څغلوي .دهمدې ټولو بدبختیو مسولیت به د همدې داوړو ډاکټرانو په غاړه وي، ځکه  اکثریت ستونزې او ناخوالې د دوي له لمنې پیدا اوزېږېدلې دي او نورې ډلې او ټپلې هم پرې اخته شوې دي.

په تېرو پنځو کلونو کې دواړو ډاکټرانو غني او عبدالله ونشو کولایچې سمې او درستې ګمارنې وکړي او دواړه د یو بل له کار نه ناراضه او ناخوښي دي او پر یوبل ډول ډول تورونه لګوي .ترمنځ یې د بې اعتمادی او بې باوری فضا دومره لویه شوې وه چې تل به د ارګ او سپیدار څخه د دوی د خفګان او پخلاینې خبرونه او اوازې سرچوک ته راوتلې .

د همدې غلط او ناسم مدیریت او سیاست له کبله ولس زیانمن شو .جګړې، وژنو، چاودنو، غلاو، فساد، وسله والو بریدونو، بمباریو او نورو ډول دول جنایتونو زور واخیست او د ولسي وګړو تلفات مخ په ډیرېدو شول.ترڅنګ یې د دولت د ننه قومي جورښتونه او ډل بندی رامنځ ته شوې چې د ولسي جرګې او ولسمشرۍ ناکامې ټاکنې یې غوره بېلګه ده . د دواړو ټاکنو بهیر او پایلې له ملي او نړیوالشرم اورسواییو سره مخامخ شوې دي.

د ډاکترغني ترڅنګ  ډاکټرعبدالله چې د نیمایي حکومت ونډه یې په برخه رسیدلې وه ، ونه توانید چې د افغانستان د پرمختګ ، سولې او ارامی لپاره د یوه ښه او روغ سیستم په تشکیل او اداره کې د یو خپلواک او بې طرفه شخصیت په توګه رول ولوبوي او د باور فضا رامنځ ته کړي .عبدالله په دې هم بریالی نشوچې د ډاکټر غني باور ترلاسه کړي او خلکو ته دا په ډاګه کړي چې دهر ډول ستونزو په زغملو سره بیا هم په صادقانه  توګه  ملي حاکمیت او ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن دی .

داکټرعبدالله ترډیره خپلو تنظیمي، قومي او ژبني پالنو، ژمنتیاوواو بوختیاوو زیانمن کړی دی او له همدې امله د ولسي دایرې له باور او اعتماد څخه بهر په یو لرې واټن کې پروت او پاتې دي. له نظام نه لرې کېدل او واټن نیول او حکومتي او سیاسي چارو ته قومي او تنظیمي بڼه ورکول او پالل په خپله د ملي حاکمیت او ملي ګټو پرواندې یو ټکر او بغاوت دی. د همدې ټکرونو اومخالفتونو له کبله نن ولس د خپل یو متحد او د وست هیواد امریکا یو میلیاردډالره مرسته له لاسه ورکړه چې لاملونه یې دوی او د دوي بې باوری،بې اعتمادي او نه جوړجاړی دی .

امریکا او نړیوال هم ملامت او هم ګرم دي ځکه دوی ونشو کړلایچې افغانستان کې ثبات، هماهنګي او دفساد د مخنیوي لپاره دیوه ناظر ټیم په حیث خپل رول ادا کړي .امریکا او نړیوال باید دېته متوجه وای چې قومي بیلوالی ، ژبني او تنظیمی پالنې دافغانستان لپاره ډېر خطرناک او د افراطیت د ودې لپاره مناسب بستر ګڼل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي پمپیو له خوا د یوسیاسيجوړښت او ټول شموله حکومت درامنځ ته کېدو د تازه او وروستیوهلوځلو ماتې او ناکامې ترډیره بریده د همدې دواړو ډاکترانو په ناکام سیاست پورې اړه لري، یوبل ته نه تیرېدل او د یوبل نه منل او زغمل اود قانون پر وړاندې دریدل اوفراقانوني غوښتنې هغه څه دي چې د سولې بهیر چې دټول ولس غوښتنه اوملي ارمان دی له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي .ملي ګټو ته لومړیتوب نه ورکول او د قومي، ژبني او تنظیمي ګټو پالل او خوندي کول د ملي حاکمیت او ملي منافعو پروړاندې یوزیان اورعمل دی چې ګټه یې د افغانستان دښمنانو ته رسیږي .

غواړم له ډاکټر عبدالله څخه وپوښتم چې تاسو ولې له ټاکنو په شا نه شوی اوولې مو سولې ته لومړیتوب ورنکړ؟ دولسمشریزوټاکنو لهپیل نه مخکې په ملي اونړیواله کچه د ټاکنو پر وړاندې پراخهاندېښنې وې هم نړیوالو هم داخلي سیاسیونو په اوسنۍ حالاتوکې د ټاکنو د پروسې په شفافیت باور نه درلود چې یو مثال یېمحمد حنیف اتمر دی چې سولې ته یې لومویتوب ورکړ او له ټاکنیزو سیالیو په شاه شو .

اوس د ټاکنیزو پایلو نه منل او سیاسي جوړجاړي ته غاړه نه اېشودل اود یو موازي حکومت جوړول په خپله د دې دلالت کوي چې تاسود خپلې ډلې د غیرقانوني غوښتنو لپاره ټولې ملي ګټې ترپښو لاندې کوی اود موازی جوړښت د عقیدې اوطرحې له مخېافغانستان له یو نوي بحران سره مخامخ کوی.غوره به داوه چې په هم دې بحراني حالت کې مود غني ملاتړ کړی وی او ولس او نړیوالو ته مو دا ثابته کړې وی چې تر هرڅه د مخه تاسو ته د افغانستان بقا، سوله او د افغانستان ملي ګټې لومړیتوب لري.

اوسنیو حالتو ته په کتو سره چې د کورونا ویروس له وژونکي طوفانسره مخامخ یو، غوره به وی چې اوسنۍ ناروغ نظام او حالاتوساتو او پرې نږدو چې دانظام راڅخه ونړیږي، اړینه ده چې دهمدې معیوب نظام ترڅنګ په ګډه سره د سولې هلې ځلې ګړندۍکړو ترڅو وکولای شو له طالبانو سره د يو بین الافغاني مذاکراتيټیم له خوا د سولې او جوړجاړي ټولې خبرې او بحثونه له یو واحدادرس څخه د ملي ګټو پر بنسټ د یوې جامع واحدې طرحې پهوړاندې کولو سره مدیریت او پرمخ بوزو او دسولې،دایمي اوربند،دجګړې د بندېدو او ختمېدواو راتلونکي حکومت په لاره کې یوېمثبتې افغان شموله نتیجې ته ورسیږو.

ولسمشر غني ته غواړم دا ووایم چې ولې غواړې دنیا او افغانستانله ځانه لرې کړې ، تاسو ته په کار ده چې په ټولو ملي مسایلو کېملي دريځ غوره، پراخه او قوي کړی او د ولس له متعهدو پرګنو اوسوله پاله ملي شخصیتونو، سیاسي جریانونواو مدني بنسټونوسره په مشورو کې د سولې بهیر ګړندۍ او د کورونا په وړاندېمبارزې ته لومړیتوب ورکړی او هغه فاسدې کړۍ او چارواکي دارګ او حکومت له شااو خوا لرې کړی چې دفساد پراخه تورونهپرې لګول شوي دي او یا هم د چارو په مدیریت کې پاتې راغليدي.

زموږ دکورني او بهرني سیاسي تګلارې او کړنلارې مبنا باید دهیواد دحالاتو او په سیمه او نړۍ کې حاکمو شرایطو ته په کتوسره د ملي ګټو دغوښتنو پربنسټ سمون ومومي ترڅو وکولای شود یو ښه او غوره فعال سیاست په لرلو سره د سولې بهیر خپل او لهبهرنیو اغیزو نه یې وژغورو.

په دې برخه کې د بهرنیو دوستانو ملاتړ او د مرستو له لاسه ورکولد ولس او ملي حاکمیت په زیان دي، د امریکا او نورو دوستوهیوادونو ملي ګټو ته نه درناوی او زیان رسول په سیمه او نړۍ کېبې ثباتي راولي چې ډیر زیان به یې افغانستان او افغانانو تهورسبږي.

همدارنګه افغانستان ته نه پاملرنه او د افغانستان بیا هیرول دتروریزم، القاعده او داعش د بیا راژوندي کولو معنی او مفهوم لري،چې له افغانستان پرته ډیر زیان به یې د پخوا په څیر نړیوالې ټولنېته ورسیږي.

امریکا ته هم په کارده چې دافغانستان په اړه په خپلو پرېکړو اوسیاسي تګ لاره باندې بیا غور وکړي او خپلې مرستې بیرته دافغانانو سره جاري وساتي او دې ته ژمن پاتې شي چېافغانستان او افغانان له تروریزم سره په مبارزه کې القاعده، داعشاو نورو تروریستي او افراطي ډلو ته تنها نه پرېږدي.

د امریکا په څیر د نړۍ د یولوی ابرځواک د سیاست ښکلا،معقولیت، درنښت او نوښت په دې کې نه دی او نه هم ارزي چېخپلې مرستې او بهرنۍ تګلاره دعبدالله د ډلې او پلویانو په خاطرزیانمنې او اغیزمنې کړې اوافغان ولس، د سولې بهیر او تیرولاسته راوړنو ته شا کړي.

د افغانستان راتلونکی او ملي ګټې د یوې ناکامې اوماجراغوښتونکو ډلې د ګټو او غیرقانوني غوښتنو په خاطر قربانيکول د افغانستان له خلکوسره جفا او ظلم کول دي چې پایلې یې دهیڅ لوري په ګټه نه دي.

د امریکا د مرستو کموالۍ او بندېدل د افغانستان د ننه او بهر دامریکا او افغانستان ملي منافعو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډولزیان رسوي او لوی خطردی. په دې هیله چې امریکا اونور نړیوال لهافغانستان سره د مرستو کولو د دوام او ملاتړ په برخه کې ژمنپاتې شي او دا غریب او جګړې ځپلۍ ولس د خپلو مرستو په بندولواو بهانه له دې زیات د نړیوال تروریزم او د افغانستان د ننه د ځینوافراطی ډلود بېځایه احساساتی او ناروا غوښتنو قرباني ونهګرځوي.

ومن الله توفیق