کور / #corona-crisis / نړیوال وجهي صندوق: تر ۸۰ زیات هیوادونه میلیارډونه ډالر مرسته غواړي

نړیوال وجهي صندوق: تر ۸۰ زیات هیوادونه میلیارډونه ډالر مرسته غواړي

د نړیوال وجهي صندوق رئیسه آغلې کرستالینا

د نړيوال وجهي صندوق (آی، ایم، ایف) رئیسه آغلي کریستالینا جیورجیئفا نن ماپښین (جمعه, ۲۷ مارچ ۲۰۲۰) په کنفرانس کي ویلي چي تر ۸۰ زیات پرمختیايي هیوادونه اقتصادي مرستي ته اړتیا لري. دا ځکه چي د کورونا ویروس يې اقتصادي وضعیت سخت ضعیف کړئ دئ. د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي تر ۱۶۵ زیات هیوادونه د سخت مالي زیانونو سره مخ ديي او اقتصادي راکړه ورکړه يې د عادي حالت سره په پرتله ډېره کمزوره سوې ده.

ياد شاوخوا ۸۰ هیوادونو مجموعا د لږ تر لږه دوه نیم زره میلیارډ‌ه ډالرو غوښتنه کړې ده، حال دا چي د نړیوال وجهي صندوق د پور ورکولو ضرفیت زر میلیارډه ډالره دئ. دم ګړی د نړیوال وجهي صندوق ټول ټیم په نورو نوو لارو فکر کوي، څو د هیوادونو سره مرسته وکړي.
د يادوني وړ ده چي د دې تر مخه د نړیوال وجهي صندوق هيڅکله د داسي حالت سره نه دئ مخ سوئ چي دومره زیات هیوادونه دي په عیني وخت کي د کومک خواست وکړي.

مختار احمد احسان